د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې په يو بريد کې ۴ نرښځيان زخمي شوي دي


د خیبر پښتونخوا د نرښځيانو د اتحادیې مشره ارزو خان د سېپټېمبر پر ۱۰مه په برید کې د یو زخمي‌ نرښځي سر ته ولاړه ده.
د خیبر پښتونخوا د نرښځيانو د اتحادیې مشره ارزو خان د سېپټېمبر پر ۱۰مه په برید کې د یو زخمي‌ نرښځي سر ته ولاړه ده.

په پېښور کې د "نامعلومه" کسانو په ډزو کې څلور نرښځيان او د هغوی ډرېور زخمي شوي دي.

په خيبر پښتونخوا کې د نرښځيانو د اتحادیې مشرې ارزو خان پر فېسبوک ليکلي‌ چې د سپټمبر پر ۱۰مه د پېښور پر دلازاک سړک په شوې حمله کې ډولفېن ایان، نینا خان، ظهور او حسینه خان تر څنګ د هغوی ډرېور ژوبل شوی دی.

په خيبر پښتونخوا کې د نرښځيانو د حقونو لپاره مبارزه کوونکي او مدني فعال تيمور کمال د سپټمبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې هغه نرښځیانې په پېښور له يو پروګرامه کور ته روانې وي چې پر دلازاک روډ په کبوتر چوک کې ورباندې ډزې وشوې.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې په څلورو زخمي شويو کسانو کې د يوه درملنه روانه ده او پاتې درې تر علاج وروسته، کورونو ته ستانه شوي دي. د هغه په وينا، دا نرښځيان د نینا خان ګروپ په نوم يادېږي چې تر دې مخکې هم پرې ورته بریدونه شوي دي.

پوليسو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دې ويلي.

د ایان د تعلیم پوره کولو ارمان پوره نشو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:10 0:00

کمال چې د پښتونخوا مدني ټولنې د شبکې (پښتونخوا سېول سوسايټۍ نېټورک) مشر هم دی، وايي، له ۲۰۱۵ز راهيسې په خيبر پښتونخوا کې ۸۰ نرښځيان وژل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د بېلابېلو سيمو نرښځيانو د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۲۸مه د پېښور پرېس کلب مخې ته د مظاهرې پر مهال له حکومته غوښتنه کړې چې د دوی امنيت دې باوري کړي. د دوی په وينا، په تېرو اوو کلونو کې تر ۱۰۰ زيات نرښځيان وژل شوي دي.

د پاکستان پارلېمان د نرښځيانو د خوندي ساتلو لپاره قانون منظور کړی خو نرښځيانو د خپلې مظاهرې په وخت ادعا وکړه چې پر دوی د شويو بریدونو په پېښو کې ککړ يو ملزم ته هم سزا نه ده ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG