د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له سېلابونو د وژل شوو شمېر ۱۳۵۵ ته رسېدلی


پاکستان کې د جون میاشتې راهيسې د وسي او بیا د پشکال بارانونو او سېلابونو په لکونه خلک بېکوره کړي. پخوانۍ انځور
پاکستان کې د جون میاشتې راهيسې د وسي او بیا د پشکال بارانونو او سېلابونو په لکونه خلک بېکوره کړي. پخوانۍ انځور

د پاکستان حکومت وايي، له جون میاشتې راهيسې د وسي او ورپسې د پشکال د بارانونو او سېلابونو له امله د سېپټېمبر تر اوومې پورې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۳۵۵ ته رسېدلی او ۱۲،۷۲۲ پکې زخميان شوي دي.

د قدرتي ناورينونو پر وړاندې مبارزې ملي ادارې (پي ډي اېم اې) د سېټېمبر پر اوومه نېټه په خپل ورځني راپور کې ويلي چې سېلابونو ۱۷ لاکه او ۱۲،۰۰۰کورونه هم وران کړي دي.

بلخوا د روغتيا نړيوال سازمان ډبیلو اېچ او د سېپټېمبر پر اوومه خبردارۍ ورکړی چې په پاکستان کې د سېلاب له وجې د روغتيا نظام د ګډوډيدو له کبله ناروغۍ خپرېدای شي.

د خيبر پښتونخوا د عامې روغتيا د ځانګې مشر ډاکټر نېک داد افريدي د سېپټېمبر پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې دوی ځينو سيمو ته دارو درمل لېږل پیل کړي دي.

هغه زیاته کړه:"۱۱ ټرکونه دوایانې او نور ضرروي سامانونه مو ۱۱ ضلعو ته لېږلي دي. ځينې ناروغۍ مخې ته راځي چې په هغوی کې ډېنګي، ملاریا، ټوخی، هيضه، د مارانو چيچنې او د پوستکې ناروغۍ شاملې دي."

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سېپټېمبر پر اوومه په ډېره اسماعيل خان کې د سېلاب ځپلو سيمو د دورې پر وخت وويل چې نړيوالې مرستې ورروانې دي او هڅه کوي چې ټولو حقدارو اغېزمنو خلکو ته یې پر وخت ورسوي. هغه زیاته کړې چې هر سېلاب ځپلې کورنۍ ته ۲۵،۰۰۰ او په سېلاب کې د وژل شوي هر کس کورنۍ ته به ۱۰ لاکه روپۍ ورکوي.

XS
SM
MD
LG