د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ۵ سرتېري او ۴ وسله وال وژل شوي


د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې د شمالي وزیرستان سیمه یې له وسله والو پاکه کړې وه خو هلته د وسله والو بریدونه لا هم روان دي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې د شمالي وزیرستان سیمه یې له وسله والو پاکه کړې وه خو هلته د وسله والو بریدونه لا هم روان دي.

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال له مشکوکو وسله والو سره په نښته کې پینځه سرتېري او څلور وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) په يو بیان کې ویلي، دا پېښه هغه مهال شوې چې د سېپټېمبر پر پینځمه نېټه امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس په بویه سیمه کې د مشکوکو وسله والو پرضد عملیات کول.

د دوی په وینا، پر دې مهال د سرتېرو او وسله والو ترمینځ نښته وشوه چې له کبله یې په ډزو کې پینځه سرتېري او څلور وسله وال وژل شوي دي. په خپلواکه توګه د دې پېښې تصديق نه دی شوی.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون پر ۱۵مه په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي وو او بیا یې ادعا کړې وه چې دا سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده.

د دې عملیاتو له کبله تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي وو چې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا بېلا بېلو ضلعو او د افغانستان خوست ته ګډه شوي وو.

خو په شمالي وزیرستان کې له ۲۰۱۸ز کاله راهيسې بیا هدفي بريدونه او پر امنيتي ځواکونو بریدونه او چاودنې پیل شوې دي چې په دې وروستيو کې نورې هم زیاتې شوې دي.

د پاکستاني پوځ چارواکو د اګست پر ۱۹مه ادعا کړې وه چې د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې يې په عملياتو کې په "هدفي وژنو کې لاس درلودونکي" دوه وسله وال وژلي دي.

یو پوځي چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه درلودلو له کبله د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي وو چې امنيتي ځواکونو د ميرعلي سپينوام بوبلي سيمه کې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د وسله والې ډلې "دوه قومندان حبيب عرف بلال او د هغه ملګری يې وژلی دی."

په سيمه کې ځينو استخباراتي چارواکو هم د نومونو نه خپرولو په شرط له مشال رېډيو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې "د حافظ ګل بهادر وسله واله ډله په ترهګرو پېښو، هدفې بريدونو او د امنيتي ځواکونو په نښه کولو کې ککړه ده."

خو یادې وسله والې ډلې د پاکستاني پوځ د دې ادعاوو په اړه څه نه وو ویلي.

په شمالي وزیرستان کې په روانو هدفي بریدونو کې تر اوسه په ګڼ شمېر قبایلي مشران، ځايي فعالان او امنیتي سرتېري په نښه شوي دي.

د دې هدفي بریدونو او نورې بدامنۍ پرضد پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو سیاسي ډلو وخت پر وخت احتجاجونه او پرلتونه ترسره کړي دي.

په دې کې یو له اوږدو پرلتونو د شمالي وزیرستان په عیدکو کې د جولايي پر ۱۷مه پیل شوی وو چې وروسته یې بیا د شمالي وزيرستان میر او نورو سیمو ته هم غځولی وو.

پرلت والو غوښتنه کوله چې د پاکستان پوځ دې دوی ته د هدفي وژنو او نورې بدامنۍ مخنیوي په لړ کې د باور وړ ډاډ ورکړي.

د شمالي وزیرستان د دې پرلت په ملاتړ په نورو سیمو کې هم لاریونونه او احتجاجي مظاهرې شوې وې. دوی تور پورې کاوه چې د پاکستان امنیتي ځواکونو هلته پر بدامنیو سترګې پټې کړې دي.

خو د پاکستان حکومت او امنیتي چارواکي دا ادعا ردوي او وايي چې دوی د ترهګرۍ پرضد جګړه کې جدي او ژمن دي او په دې لړ کې یې د دوی په وینا قربانۍ هم ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG