د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایراني پولیسو په توقیف کې د یوې نجلۍ مړینې غبرګونونه راپارولي


مهسا امیني
مهسا امیني

د هغې ۲۲ کلنې نجلۍ مړینې په ایران کې دننه او بهر غوسه راپارولې چې د دې هېواد پولیسو له خوا د حجاب د قانون د ماتولو په تور تر نیول کېدو درې ورځې وروسته مړه شوه.

د مهسا امیني د نیول کېدو عیني شاهدانو ژورنالېستانو ویلي، هغه د "ګشت ارشاد" په نوم د ایران د پولیسو تر نیول کېدو سملاسي وروسته د پولیسو په موټر کې وهل شوې ډبول شوې ده.

د دې ایرانۍ د مړینې خبر په تهران کې اعتراضونه راپورته کړل.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې په تهران کې اعتراض کونکې "مرګ پر دیکتاتور" چې اشاره یې د ایران لوی مشر ایت الله علي خامنه يي ته ده نارې وهي او موټر چلوونکي د هغه روغتون سره په نږدې واټ د خپلو موټر هارنونه غږوي چېرې چې مهسا امینې د کوما په حالت کې بستر شوې وه.

د امریکا سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ دا مړینه "نه بخښونکې" وبلله.

د امریکا د ولسمشر بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان پر خپل ټویټر لیکلي: "موږ د ۲۲ کلنې مهسا امیني په مړینه چې ویل کېږي د ایران د اخلاقو د پولیسو په توقیف کې وهل شوې ډبول شوې ژور اندېښمن یوو. د هغه مړینه نه بخښونکې ده."

د امریکا د ملي امنیت سلاکار زیاته کړې چې هېواد یې ایراني چارواکي د بشري حقونو د دا ډول سرغړاویو مسوول بولي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي رابرټ مولي چې د ایران سره د ۲۰۱۵م کال د اټومي تړون د بیا احیا هڅو کې ښکېل دی، ویلي، هغوی چې په دې وژنه کې لاس لري باید حساب ورسره وشي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم غبرګون ښودلی، دا مړینه یې"مشکوکه" بللې او په اړه یې د څېړنو غوښتنه کړې.

ویل کېږي چې مهسا امیني د ایران له لوېدیځ ولایت کردستان څخه د دې هېواد پلازمېنې تهران ته د خپلو خپلوانو د لیدلو لپاره تللې وه چې د سېپټېمبر په ۱۳مه د تهران د "ګشت ارشاد" په نوم پولیسو له خوا ونیول شوه.

دا پولیس تر ډېره د ایران په ښارونو کې د ښځو له خوا د حجاب پر رعایت او همدارنګه پر ښځو او سړیو د ځینو نورو محدودیتونو د ساتلو څارنه کوي.

اسراييلی موسيقار: ايران ته تګ مې لوی ارمان دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:08 0:00

د نوموړې له نیول کېدو څو ساعته وروسته د هغې کورنۍ ته خبر ورکړل شو چې مهسا امیني روغتون کې بستر شوې ده.

د مهسا امیني مور مژګان امیني د خپل لور له مړینې لږ وروسته د مشال راډیو فردا څانګې ته وویل چې کورنۍ یې د ایران پولیسو سره په دې اړه شکایت ثبت کړی دی. هغې ویلي لور یې تر نیول کېدو مخکې روغه جوړه او صحتمنده وه.

د تهران د پولیسو د رسنیو مرکز د عیني شاهدانو هغه ادعاوې رد کړي چې ګوندې مهسا امیني وهل شوې ډبول شوې ده او ویلي یې دي مهسا امیني یې د نامناسب حجاب له کبله د " توجیه او پوهاوي" په خاطر د پولیسو یو مرکز ته وړې وه چې ناڅاپي پرې د زړه حمله راغله .

خو د مهسا کورنۍ، عیني شاهدان او ګڼ ایراني معترضان دا نه مني او ټینګار کوي چې دا ۲۲ کلنه نجلۍ د پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته وهل شوې ډبول شوې او له همدې کبله کوما ته تللې ده.

د مهسا امینې مړینې په خواله رسنیو کې هم د ایرانیانو او د بشري حقونو د فعالانو پراخ غبرګونونه او غوسه راپارولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG