د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین: د اوکراین بحران په اړه د چین متوازن دریځ ته د قدر په سترګه ګورو


د روسیې او چین ولسمشرانو په ازبکستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزې پر مهال لیدلي.
د روسیې او چین ولسمشرانو په ازبکستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزې پر مهال لیدلي.

چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په ملاقات کې په اوکراین کې د مسکو جګړې په اړه د اندېښنو څرګندونه کړې ده.

دا شاوخوا اووه میاشتې مخکې د کرېملېن د حملې تر اعلان وروسته د دواړو ګاونډیو هېوادونو د مشرانو لومړۍ لیدنه وه چې پرون(د سېپټېمبر ۱۵مه) په ازبکستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزې پر مهال وشوه.

د ملاقات موخه، پر داسې مهال د دواړو هېوادونو د تعلقاتو پیاوړي کول ول چې دواړه له غرب سره له زیاتېدونکو ترینګلتیاوو سره مخامخ دي.

پر اوکراین د یرغل پر سر د سختو نړیوالو بندیزونو له وجې پوتین له بیجنګ سره د اړیکو د پیاوړي کولو په تکل دی. چین د جګړې له وجې پر مسکو له انتقاده ډډه کړې ده.

له مسکو سره د بیجنګ ملاتړ مهم بلل کېږي ځکه چې روسیه د انرژۍ برامد لپاره بازارونو ته او د اعلا ټېکنالوژۍ لرونکو شیانو وارداتو یا درامد ته اړتیا لري.

پوتین پرون شي ته وویل چې روسیه ((د اوکراین بحران په اړه د چینايي ملګرو متوازن دریځ)) ته د قدر په سترګه ګوري. هغه وویل، روسیه ((په دې اړه)) د چین ((پر پوښتنو او اندېښنو)) پوهېږي.

شي، پوتین د خپل ((نېږدې او پخواني ملګري)) په توګه یاد کړ او و یې ول چې هېواد یې تیار دی چې له روسیې سره یو ځای، نړۍ د باثباته پرمختیا پر لوري په روانولو کې مخکښ رول ولوبوي. شي جېنپېنګ په عام محضر کې په خپلو څرګندونو کې د اوکراین ذکر و نه کړ او تر ملاقات وروسته یې په بیان کې هم پر دې موضوع څه نه دي ویل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG