د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان پرلتوال او چارواکي پر امنیتي کړنلارې غږېږي


احتجاجي پرلت د جولای له ۱۷مې راهیسې روان دی - د جولای ۳۰مې انځور.
احتجاجي پرلت د جولای له ۱۷مې راهیسې روان دی - د جولای ۳۰مې انځور.

ټاکل شوې چې په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو مشران د انتظامیې او د خیبر پښتونخوا د حکومت له چارواکو سره د امنیت ټینګښت د کړنلارې پر جوړولو غونډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په هغه قبایلي ضلع کې د جولای له ۱۷مې راهیسې د هدفي وژنو ضد احتجاجي پرلت روان دی.

د اګست پر ۱۲مه په وفاقي اېتلافي حکومت کې د شاملو او ملګرو ګوندونو یوې جرګې له پرلتوالو سره خبرې وکړې چې پکې احتجاجیانو د امنیت په اړه لوړپوړو حکومتي چارواکو ته د هغوی د غوښتنو رسولو لپاره ۱۵ ورځې وخت ورکړ.

د هغه پرلت یو مشر حاجي احمد سعید وايي، احتجاج یې اوس د لښکر بڼه اخیستې ده چې د ضلعې په بېلابېلو ځایونو کې ناستې کوي.

دی وايي، د امنیت په اړه یوشمېر غوښتنې داسې وې چې د شمالي وزیرستان د انتظامیې د واک له دایرې بهر دي.

سعید وايي، د امنیت پر ټینګښت په اصولو کې موافقه شوې خو دوی د سېپټېمبر پر ۱۵مه له چارواکو سره د کړنلارې وروستۍ یا نهايي کولو لپاره کښېني. دی زیاتوي چې له حکومته یې غوښتنه کړې ده چې د وسله والو د لټون لپاره دې د چاپو پر مهال ځايي خلک نه ځوروي او بېګناه کسان به نه نیسي.

په شمالي وزیرستان کې پرلت تر هغې وروسته پیل شو چې وسله والو د جولای پر ۱۴مه په میرلي کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند دوه سیاستوالان او دیني عالمان قاري سمیع الدین او قاري نعمان ووژل.

پولیسو دعوه کړې وه چې د قاري سمیع الدین ، قاري نعمان او د وزیرستان ځوانانو د تنظیم د څلورو غړو په وژنې تورن پینځه کسان نیولي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي.

خو د اتمانزیو قبیلو تر څار لاندې د روان پرلت مشران د امنیت پوخ ډاډ غواړي.

د پاکستان وفاقي حکومت د اګست پر ۱۰مه د وزیراعظم محمد شهباز شریف او په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو د مشر او جمعیت علمای اسلام (ف) د سیاستوال اکرم خان دراني تر ملاقات وروسته د پرلتوالو سره د خبرو لپاره د جرګې جوړولو اعلان کړی وو.

په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې هدفي بريدونه او حملې زیاتې شوي دي چې ځايي ولس په خبره ناامنۍ او نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

هلته د پاکستان پوځ د سېپټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې وویل، په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال له مشکوکو وسله والو سره په نښته کې پینځه سرتېري او څلور وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر پر پینځمه په بیان کې وویل، نښته هغه مهال وشوه چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس په بویه سیمه کې د مشکوکو وسله والو پرضد عملیات کول.

په شمالي وزیرستان کې د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري. ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په هغه ضلع کې په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو شاوخوا څلور کاله مخکې د امنیت وضعیت بیا خراب شو.

XS
SM
MD
LG