د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې لسګونه زده کوونکو نجونو لاریون وکړ


نجونې چې سهار ښوونځیو ته له تګ منع شوې وې، د کورونو په ځای راساً د پکتیا مرکز ګردېز ته په لاریون ووتلې: انځور پخوانی
نجونې چې سهار ښوونځیو ته له تګ منع شوې وې، د کورونو په ځای راساً د پکتیا مرکز ګردېز ته په لاریون ووتلې: انځور پخوانی

په پکتیا کې له شپږم ټولګي پورته لسګونو زده کوونکو نجونو د سېپټېمبر پر ۱۰مه مظاهره وکړه.

طالبانو د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالۍ کې د نجونو هغه ښوونځي بېرته وتړل چې دوه اوونۍ مخکې پرانیستل شوي وو. نجونې چې سهار ښوونځیو ته له تګ منع شوې وې د کورونو په ځای راساً د پکتیا مرکز ګردېز ته په لاریون ووتلې او د طالبانو د دې اقدام پر ضد یې غږ اوچت کړ.

په خواله رسنیو کې د دې مظاهرې څو ویډیوګانې لاس په لاس کېږي.

په یوې کې د مظاهرې یوه ګډونواله او د ښوونځي زده کوونکې په ژړغوني غږ ویلي: "زموږ له احساساتو سره مو ولې لوبې وکړې؟ ولې مو موږ بېرته ناهیلې خپلو کورونو ته واستولو؟ موږ خو یو مظلوم قشر یو، ښځې یو!"

د راپورونو له مخې دوه اوونۍ مخکې په مرکز ګردېز کې څلور او په څمکنیو کې د نجونو یوه لېسه چې له شپږم ټولګي پورته زرګونه نجونې په کې زده کړې کوي د لېسو د مدیرانو او د نجونو د والدینو په مشوره پرانیستل شوې وې.

په ځینو نورو نا تایید شویو راپورونو کې هم راغلي چې طالبانو د پکتیا د دغو پنځو لېسو مدیران نیولي او نامعلوم ځای ته یې استولي.

تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې څېړنه کوي دا ښوونځي د چا په امر فعاله شوي دي.

.ذبیح الله مجاهد یوې خبري غونډې ته ویلي وو، څېړنه کوي چې دا ښوونځي د چا په امر فعاله شوي دي
.ذبیح الله مجاهد یوې خبري غونډې ته ویلي وو، څېړنه کوي چې دا ښوونځي د چا په امر فعاله شوي دي

نږدې یو کال کېږي چې د طالبانو په امر له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او لکونه نجونې له زده کړو بې برخې دي.

له نړیوالو فشارونو سره سره طالبان لا د ښوونځیو په اړه له خپلې پرېکړې نه دي ګرځېدلي.

XS
SM
MD
LG