د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري: ای اېم اېف دې د پور شرطونه اسانه کړي


بلاول بوټو زرداري وويل چې ډېر ژر به د ای اېم اېف له چارواکو سره ملاقات کوي. پخوانی انځور
بلاول بوټو زرداري وويل چې ډېر ژر به د ای اېم اېف له چارواکو سره ملاقات کوي. پخوانی انځور

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري وايي چې د پيسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) دې هېواد ته د ورکړل شوو پورونو شرطونه اسانه کړي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۲ په نيويارک کې خبريالانو ته وويل چې ای اېم اېف چې په پاکستان کې د تحريک انصاف حکومت سره پور ورکولو پر وخت کوم شرطونه اېښي ول، د ده په وینا، هغه اوس په هېواد کې د سېلابونو د تباهۍ له کبله د دوی لپاره پوره کول يې ګران دي.

په پاکستان کې د جون له ۱۴مې راهيسې بارانونو او سېلابونو د ځاني زیانونو ترڅنګ د دې هېواد په لکونو جريبه مځکه ولاړ فصلونه تباه کړي دي. د حکومت وړاندې ويلي ول چې سېلابونو د دې هېواد ته د ۱۰ اربه امريکايي ډالرو تاوان رسولی دی. خو وروسته يې وويل چې د زیان اندازه ۳۰ اربه ډالره ده.

بلاول بوټو زرداري وويل چې د پيسو نړيوال صندوق له چارواکو سره به خبرې کوي او ورڅخه به غوښتنه کوي چې د پورونو د بېرته ورکولو شرطونه دې اسانه کړي.

ای اېم اېف پاکستان ته د اقتصاد بحالۍ لپاره يو اعشاريه دوه بيليونه ډالر قرض ورکړی خو ورسره یې د ټيکسونو د سيسټم سمولو او د بجلۍ، ګيس او نورو شيانو د نرخونو د لوړولو شرطونه لګولي دي.

پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو خو د سختو اقتصادي تګلارو په عملي کولو کې له ستونزو سره مخامخ وو چې له وجې یې هغې نړیوالې مالي ادارې ورته تېر کال د پور د بل قسط ورکړه درولې وه.

خو ای اېم اېف د اګست پر ۲۹مه نېټه په واشنګټن کې پاکستان ته د پور ورکولو د بحالۍ جاج واخیست او ورته يې د ۱.۱ ارب (مېليارده) امريکايي ډالرو ورکولو فیصله وکړه.

پاکستان تر دې مخکې ۲۱ ځلې له ای اېم اېفه پورونه او مالي مرستې ترلاسه کړې دي او په ۲۰۱۹ز کال کې یې په ۲۲م ځل ورڅخه د پور اخیستو موافقه وکړه.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په پاکستان کې د بهرنیو پیسو زېرمې کمې شوې دي چې له وجې یې روپۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی. همداراز، په هغه هېواد کې انفلېشن (افراط زر) هم زیات شوی دی چې له کبله یې ګراني خورا زیاته شوې او اقتصادي هلې ځلې ټکنۍ شوې.

XS
SM
MD
LG