د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: وزير اکبر خان کې د شوې چاودنې د مړيو شمېر اوو ته رسېدلی


چاودنه د کابل ښار وزير محمد اکبر خان جومات ته څېرمه شوې وه.
چاودنه د کابل ښار وزير محمد اکبر خان جومات ته څېرمه شوې وه.

په افغانستان کې طالب چارواکي ادعا کوي چې د سېپټېمبر پر ۲۳مه د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د ترسره شوې چاودنې د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوې.

دا چاودنه چې کابل ښار وزير محمد اکبر خان جومات ته څېرمه شوې وه د طالبانو د کابل امنيه قوماندانۍ وياند یې په اړه وايي، په ياده چاودنه کې اووه کسان وژل شوي او ۴۱ نور ژوبل شوي دي.

سیمه‌ییزو رسنیو خبر ورکړی چې چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې لمونځ کوونکي د جمعې له لمانځه د راوتو په حال کې وو.

د کابل په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې تر چاودنې وروسته د هغو ۱۴ ټپیانو له ډلې چې ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوې دول، څلور تنو ساه ورکړې ده.

ایمرجنسي روغتون دا خبر په خپل ټویټر کې لیکلی دی.


د کابل د امنیه قومانداني ویاند خالد ځدران د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات مخې ته وشوه چې قربانیان یې لمونځ کوونکي او نور ملکیان دي.

نوموړي ويلي: " د جمعې ماسپښین د کابل ښار وزیر اکبر خان جامع جومات مخې ته یو موټر چې چاودېدونکي مواد په‌کې ځای پر ځای وو، منفجر شو او له بده مرغه زموږ عام هېواد وال چې د جمعې لمانځه تر ادا کولو وروسته جومات نه د راوتو په حال کې و، اووه تنه شهیدان او د ماشومانو په ګډون ۴۱ نور ټپیان شول. امنیتي نهادونه هڅه کوي د دې وحشیانه عمل مسوولین پیدا او په خپله سزا ورسوي."

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، په تېرو پنځو ورځو کې دا دریمه چاودنه ده چې په کابل ښار کې کېږي.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکي په ښار کې ورځ تر بلې زیاتېدونکو امنیتي پېښو اندېښمن کړي. دوی د طالبانو حکومت د امنیت د ټینګښت په برخه کې په کمزورۍ تورنوي. د کابل ښاریان ادعا کوي چې طالبان امنیتي پېښې سرسري نیسي او په اړه يې دقیقې څېړنې نه‌کوي.

د کابل ښار اوسېدونکو په خبره، طالبان د امنیتي پېښو په څېړنو کې بریالي نه‌ دي او نه‌شي کولای لاملونه یې په ګوته کړي.

د کابل ښار يو اوسېدونکی چې نه‌ غواړي په راپور کې يې نوم خپور شي وايي: "په کوم ځای کې چې چاودنه وشي طالبان راځي او دوی ته دا یوه ټوکه ښکاري، راشي خپلې څېړنې وکړي او بېرته لاړ شي، اصلاً نه وايي چې څه شوي؟ او داسې ښکاري چې دوی خپله په‌کې لاس لري او د پردې تر شا بل څه وي، یو راځي انتحاري کوي او بل یې راځي چې څېړنې وکړي له څېړنې وروسته بېرته ځي."

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عتیق الله وايي، اوس هم په دغه ښار کې سکون نه‌ شته، د چاودنو او نا امنیو ویره موجوده ده.

نوموړی وايي: "چاودنې زیاتې دي او موږ د خوندیتوب احساس نه کوو، طالبان امنیت نه‌ شي خوندي کولای، خلک هم ورسره همکاري نه‌کوي د دې لپاره چې خلک ترې ويریږي، دوی مسلکي نه‌ دي."

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو افغان شنونکی اسحاق اتمر وايي چې په افغانستان کې د وروستیو نا امنیو عمده لاملونه د څو ترهګرو ډلو فعالیت او همدا راز د امنیت په برخه کې د طالبانو کمزوري ده.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې چاودنې زیاتې شوي: انځور له ارشیفه
په دې وروستیو کې په افغانستان کې چاودنې زیاتې شوي: انځور له ارشیفه

هغه مشال راډیو ته وویل: "د طالبانو نظام سره له دې چې په تېر یو کال کې یې نړۍ سره دا ژمنه کړې وه چې هیڅ ډول ترهګریز فعالیتونه څخه به ملاتړ نه‌کوي او د ترهګریزو فعالیتونو مخه به نیسي خو په تېر یو کال کې معلومه شوه چې دوی په خپلو ژمنو کې بریالي نه وو، زما په نظر داسې برېښي چې په نړۍ او افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو دوام د دې ټولو نا انډولیو پایله ده."

هڅه مو وکړه چې په کابل کې د امنیتي پېښو د زیاتېدو په اړه د طالبانو د حکومت د امنیتي بنسټونو نظر هم واخلو خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په دې اړه د مشال راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې چاودنې شوي چې د ګڼو ملکي کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG