غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د خبریالانو ترڅنګ په پاکستان کي د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د حقونو فعالان هم د حکومت پر تازه اقدام نیوکې کړې دي.
د پاکستان حکومت د شېرپاو او خټک د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ویلي دي چې د هېواد د اقتصادي او نورو مسلو د هواري هڅو ته یې دوام ورکړی دی.
حکومت وايي، په قبایلي سیمو کې یې د روغتیا او تعلیم په برخو کې یوشمېر پروژې عملي کړې دي او هلته یې د انفراسټرکچر (بېخبنا) بیارغولو چارو ته هم دوام ورکړی دی.
د حکومت مخالف ګوندونو غړو او ټولنیزو فعالانو د شېخ رشید پر دې تازه بیان نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې "حکومت د ترهګرۍ قابو کولو پر ځای د ترهګرو په څېر ویره خپروي."
د سي اېن جي پمپونو اتحاديې د احتجاج دړکې په اړه د صنعتونو او تجارت لپاره د اعلاوزیر سلاکار عبد الکریم خان د فبرورۍ پر دويمه مشال رېډيو ته وویل، له وفاقي حکومت سره یې دا ستونزه شریکه کړې او کوښښ يې دې چې ژر تر ژره يې هواره کړي.
د پېښور د پولیسو یوه مشر عباس احسن د جنورۍ پر ۳۰مه خبریالانو ته د وینا پر وخت پر پادریانو حمله د "ترهګرۍ" پېښه بللې وه او ویلي یې ول چې پولیسو پلټنو ته دوام ورکړی او هڅه کوي چې ککړ کسان ونیسي.
د پولیسو په وینا، نامعلومو کسانو پر یو موټر ډزې کړې دي چې د ویلیم سراج په نوم یو پادري وژل شوی او یو بل پادري پکې ژوبل شوی دی.
مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د جنورۍ پر ۱۵مه د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د خپل ګوند جمعیت علما اسلام یوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.
د اعلاوزیر دفتر د جنورۍ پر پینځمه په بیان کې له دې زیات معلومات نه دي ورکړي خو په پېښور کې صنعتکارانو او سوداګرو یې ستاینه کړې ده.
د خزانې وزير وزیر شوکت ترین ويلي چې په اضافي بجټ کې یې پر ولس یوازې د دوه اربه روپیو نور ټېکس لګولو وړاندیز کړی دی. نوموړي د ډېسېمبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، په اضافي بجټ کې یې پر هغو شیانو د ټیکسونو وړاندیز کړی دی چې مخکې له مالیو مستثنا ول.
د اسمبلۍ په غونډه کې په دې اړه قرارداد منظور شوی چې د صوبې له ولس څخه به د بجلۍ په بیلونو کې له تېلو د بجلۍ پېدا کولو خرڅ نه اخیستل کېږي.
مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د جنورۍ پر دویمه په پېښور کې د پاکستان جمهوري تحریک د خیبر پښتونخوا تر صوبايي غونډه وروسته یو خبري کنفرانس ته کړې دي.
شوکت یوسفزي د ډېسېمبر پر ۲۹مه په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې غواړي ژر له اسمبلۍ مسوده منظوره کړي. "د قبايلي سیمو هغو کارکوونکو ته چې له ډېرې مودې راهيسې په بېلابېلو دايمي پروژو کې کار کوي، دا زيری دی چې د نوکریو د دایمي کېدو منظوري يې شوې او [مسوده به] په ورځ، دوو کې له اسمبلۍ منظوره شي."
د انتخاباتو د کمېشن صوبايي ویاند سهیل احمد وايي، دېسېمبر پر ۱۳مه هېڅ یوه نوماند خپل د نامزدګۍ کاغذونه واپس نه دي اخېستي او د شوکت ترین د نوماندۍ خلاف اپیلونه هم خارج شوي نو ځکه مقابله به د څلورو کاندیدانو په منځ کې وي.
تحریک طالبان پاکستان ویلي چې له حکومت سره د شوي لومړني تړون له مخې به د دوی ۱۰۲ بندیان د افغانستان د طالبانو له لارې دوی ته سپارل کېدل خو لاهم په هغوی کې ټول نه دې خوشې شوي.
مولانا فضل الرحمن وویل چې دې لانګ مارچ ته به د ټول هېواد له هر برخې به ولسونه اسلام اباد ته درومي او د دې د تیاریانو او حکمت عملۍ لپاره به د ټولو صوبو په کچه غونډې رابلل کېږي.
د نومبر پر اتمه نېټه نامعلومه وسله والو مدني فعال او خبریال محمد زاده او د هغه یو خپلوان عمر حیات په دوو جلا جلا پېښو کې وژلي ول.
نور وښیئ