د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلۍ د بجلۍ بیلونو کې د اضافي پیسو ضد قرارداد منظور کړ


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د جنورۍ پر دریمه په صوبه کې د بجلۍ بیلونو او اضافي خرڅونو تر څنګ د صوبې د امنیتي صورتحال په اړه بحث کړی دی.

د اسمبلۍ په غونډه کې په دې اړه قرارداد منظور شوی چې د صوبې له ولس څخه به د بجلۍ په بیلونو کې له تېلو د بجلۍ پېدا کولو خرڅ نه اخیستل کېږي.

دا قرارداد د مسلم لیګ نواز ډلې غړي اختیار ولي وړاندې کړی چې په غونډه کې شریکو د اسمبلۍ ټولو غړو په یوه خوله منظور کړی دی.

په قرارداد کې غوښتنه شوې چې د خیبر پښتونخوا له ولس څخه دا اضافي پېسې اخیستل نه دي په کار هغه ځکه چې په خیبر پښتونخوا کې بجلي له تېلو نه بلکې د اوبو په وسیله جوړېږي.

اختیار ولي د قرارداد وړاندې کولو پر مهال وویل، " پښتونخوا صوبه بجلي له اوبو پېدا کوي خو له بده مرغه د صوبې له غریب ولسه د بجلۍ په بېلونو کې د تېلو د خرڅ راګرځولو یا اېف پي اې سرچارج په نوم اضافي پیسې له ډیرې مودې وصولیږي."

ده وویل چې دا د صوبې له ولس سره زیاتی دی او د ملک په اساسي قانون کې له شوي ۱۸م بدلونه سرغړونه ده کوم چې صوبو ته د پخوا پرتله زیات اختیارات ورکړي دي.

ده زیاته کړه، " په دې وجه دا اسمبلۍ صوبايي حکومت ته سپارښتنه کوي چې له وفاقي حکومته دې سفارش وکړي چې د پښتونخوا صوبې د ولس د بجلۍ له بیلونو دا سرچارج په سمدستي توګه ختم کړي."

د حکومت مخالف پاکستان مسلم لیګ نون ډلې غړي اختیار ولي دا قرارداد په صوبه او مرکز کې د واکمن تحریک انصاف ګوند غړو هم په یوه خوله منظور کړ.

په پېښور کي د بجلۍ ورکولو محکمې پېسکو یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د بجلۍ پر بیلونو په ټول هېواد کې یو رنګ اضافي ټیکسونه لګېږي.

ده وویل، " بجلي که د اوبو له لارې پېدا کیږي یا د تېلو او یا په نورو طریقو ، نو تر هغه وروسته ټوله بجلي په نېشنل ګرېد سټېشن کې شاملیږي او بیا د توانایۍ د قومي ادارې یا نېپرا تر پالیسۍ لاندې په ټول هېواد کي یو رنګ د بجلۍ نرخ ټاکل کېږي او د بجلۍ پر بیلونو هم یو ډول اضافي ټېکسونه لګېږي."

د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې د حکومت مخالفینو مشر اکرم خان دراني پخپله وینا کې د غلا ، قتلونو او جرمونو پر زیاتو شویو پېښو اندېښنه وښودله.

د امنیت له مسلې سره پر تړلې موضوع د اسمبلۍ ځینو غړو بیا په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو د ډېرو کمو تنخاګانو او نورو مراعاتو په اړه هم تود بحث وکړو.

د اسمبلۍ غړې نګهت یاسمین اورکزۍ په دې لړ کې د اسمبلۍ غونډې ته وویل، "زما د پولیس یو سپاهي ته د میاشتې د خوراک لپاره ۶۶۰ روپۍ ورکول کیږي نو په دې کي به هغه څه وخوري او څه به وڅکي."

نوموړې زیاته کړه چې د پنجاب د پولیسو په مقابله کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو میاشتنۍ تنخاګانې هم ډېرې لږ دي.

صوبايي وزیر تیمور سلیم جګړا د اسمبلۍ د غړو د دې څرګندونو په اړه وویل چې په تېرو څو کلونو کې د هغوي د حکومت په دور کې په ټول هېواد کي امنیتي صورتحال ښه شوی دی.

ده زیاته کړه، " له تېرو څو کلونو راهیسې زموږ د امنیت صورتحال ډېر ښه شوی دی، لیکن چې چرته هم څوک څه جرم کوي نو د هر رقم جرمونو بیخ ته رسېدل پکار دي او د جرمونو مخنیوې پکار دی."

خو د اپوزېشن غړو د حکومت پر دې دعوو نیوکې وکړې او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د امنیت د مجموعي صورتحال لپاره پکار ده چې د صوبې پولیسو ته سم سهولتونه او مراعات ورکړي.

دوی دا غوښتنه هم وکړه چې د صوبې د تاڼو په کچه د پولیسو د شمېرې زیاتولو لپاره دې هم انتظامات وشي.

XS
SM
MD
LG