د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د قبايلو د سرکاري ملازمانو د دندو دایمي کولو مسوده منظوروي


حکومت وايي، د ملازمانو د دایمي کولو مسوده به ژر له اسمبلۍ منظوره کړي - انځور له ارشيفه
حکومت وايي، د ملازمانو د دایمي کولو مسوده به ژر له اسمبلۍ منظوره کړي - انځور له ارشيفه

د خېبر پښتونخوا حکومت په قبايلي ضلعو کې د ۱۲۱ پروژو د کارکوونکو د دندو دایمي کولو لپاره یوه قانوني مسوده تیاره کړې ده او امکان دی چې روانه اوونۍ د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته وړاندې شي.

د پخوانۍ فاټا د بېلابېلو پروژو د کارکوونکو د ټولنې مشر ریاض خان وايي، د دې قانوني مسودې له منظورېدو سره به نه یوازې د قبايلي ضلعو تر ۳،۰۰۰ زیات عارضي ملازمان دایمي شي بلکې د هغوی د تنخاګانو ستونزه به هم هم هواره شي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، اوسمهال یې تنخاګانې میاشتې میاشتې ځنډېږي. "کله نهه میاشتې او کله شپږ میاشتې راته تنخاګانې نه راکول کېږي او عارضي کنټرېکټ (قرارداد) به مو چې ختم شو نو بيا به يې نه تمديداوه. اوس د دې قانوني مسودې له منظورېدو سره به په دې ۱۲۱ پروژو کې د ۳،۴۴۹ کارکوونکو ستونزې هوارې شي."

د بېلابېلو پروژو د ملازمانو نوکریو دایمي کولو مسودې لپاره د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د واکمن او اپوزيشن ګوندونو په غړو مشتمله يوه خصوصي کمېټي جوړه شوې ده چې د ډېسېمبر پر ۲۸مه نېټه یې د خېبر پښتونخوا د مزدورانو چارو وزیر شوکت یوسفزي په مشرۍ غونډه وکړه.

د کمېټۍ یو غړی میرکلام وزیر وايي، لومړی به د ۱۲۱ پروژو د کارکوونکو د نوکریو د دایمي کولو مسوده له اسمبلۍ منظورېږي او بیا به د پاتې پروژو ملازمان په هغه قانون کې تر بدلون وروسته دایمي کوي.

اخوا شوکت یوسفزي د ډېسېمبر پر ۲۹مه په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې غواړي ژر له اسمبلۍ مسوده منظوره کړي. "د قبايلي سیمو هغو کارکوونکو ته چې له ډېرې مودې راهيسې په بېلابېلو دايمي پروژو کې کار کوي، دا زيری دی چې د نوکریو د دایمي کېدو منظوري يې شوې او [مسوده به] په ورځ، دوو کې له اسمبلۍ منظوره شي."

قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې
قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې

په خېبر پښتونخوا تر ورګډېدو مخکې به د قبایلي سیمو سرکاري ملازمانو د فاټا سېکرېټرېټ لاندې کار کاوه خو په ۲۰۱۸ز کال کې چې د پاکستان د هغه وخت حکومت په ایین کې بدلون وکړ او هغه ضلعې یې په صوبه ورګډې کړې نو د هغو سیمو د چارو دفتر یعنې فاټا سېکرېټرېټ ختم شو. له دې سره د بېلابېلو ادارو او پروژو د کارکوونکو دندې هم صوبايي ادارو ته انتقال شوې.

تر ۲۰۱۸ز کال مخکې قبایلي ضلعې له اووه اېجنسیو او شپږو نیمه قبایلي سیمو جوړې وې. د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د هغو سیمو ابادي تر ۵۰ لکه زیاته ده.

XS
SM
MD
LG