مشال راډیو
مشال راډیو
سهېل اپرېدی وايي د عمران خان د ازادولو لپاره د پي ټي ای د ځوانانو "ځانګړی ځواک" جوړوي
            <description>د خيبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) د زنداني بنسټګر عمران خان د خوشې کولو لپاره د خپل ګوند د ځوانانو د یو "ځانګړي ځواک" جوړولو اعلان کړی دی.اپرېدي د فبرورۍ پر ۱۸مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې په هغه ځواک کې به له ټول پاکستانه ځوانان شاملوي.
نوموړي وویل، "د دې ځواک ګډونوالو ته به موږ تر وړوکي اختر وروسته د غړیتوب کارډونه ورکوو او هغوی به د عمران خان د خوشې کولو لپاره پرامنه مبارزه کوي."
دا تر هغه وروسته ده چې د فبرورۍ پر ۱۸مه د پي ټي ای...</description>
پېښور کې د بلدیاتي ادارو استازو په دویمه ورځ هم احتجاج جاري ساتلی دی
            <description>د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو استازو د پیسو نه ترلاسه کېدو پر ضد احتجاج پیل کړی چې د فبرورۍ په ۱۴مه یې د دویمې ورځې لپاره هم دوام وکړ. </description>
پېښور کې د کرکټ مینه وال د هند او پاکستان سیالۍ ته په تمه دي
            <description>په پېښور کې د کرکټ مینه وال او لوبغاړي وايي، د ۲۰ اووره نړیوال جام په سیالیو کې د هند او پاکستان لوبې ته په تمه دي. موږ پر دې موضوع په پېښور کې د کرکټ له مینه والو او لوبغاړو سره خبرې کړې دي.</description>
د تحريک تحفظ ايين پاکستان احتجاج: د فرورۍ په اتمه ځينو ښارونو کې بازارونه تړلي وو
            <description>د تحریک تحفظ ايين پاکستان تر اعلان وروسته، د فرورۍ پر اتمه، په ټول ملک کې احتجاج او کاربندېز وشو او په ځينو ښارونو کې دکانونه تړلي وو.په اتحاد کې شامل ګوندونه چې تر ټولو غټ هغه یې تحریک انصاف دی، تور پورې کوي چې د ۲۰۲۴ کال د فرورۍ پر اتمه نېټه په شویو ټولټاکنو کې د درغلي شوې وه چې د دوو کالونو په پوره کېدو سره يې د احتجاج په توګه یادونه کوي. خو د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ حکومت او د پاکستان انتخاباتي کمېشن دا تور ردوي.
د تحریک انصاف مشرانو پر خپلو اېکس پاڼو تصويرونه او ويډیوګانې خپرې کړې...</description>
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر وايي کور کمانډر دې ورته پر امنیتي وضعیت معلومات ورکړي
            <description>د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر له پوځه غوښتنه کړې ده چې ورته دې په صوبه کې د روانې امنیتي وضعې په اړه معلومات ورکړي.بابر سلیم سواتي دا خبره د جنورۍ پر ۱۴مه په اسمبلۍ کې د خیبر پښتونخوا پر امنیت د غونډې پر مهال په خپلو څرګندونو کې وکړه.
نوموړي وویل چې د پېښور کور کمانډر (د قول اردو مشر) دې ورشي او په اسمبلۍ کې دې د امنیت په اړه ځانګړې کمېټۍ ته د ناامنۍ پر موضوع معلومات ورکړي.
هغه وویل چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې صوبې په بېلابېلو برخو کې د وسلوالو پرضد څو ځلې عملیات شوي چې له وجې یې "خلک بې...</description>
شفیع جان: د پوځي عملياتو مخالف يو خو بې کورو سره مرسته کوو
تحریک انصاف وايي د پوځي افسرانو دې احتساب وشي
            <description>پاکستان تحریک انصاف د ډېسېمبر پر اوومه په پېښور کې د ګوند د زنداني مشر د خوشې کولو لپاره د جلسې پر مهال د یو قرارداد په منظورولو د پاکستاني پوځ له ویانده غوښتنه کړې چې د عمران خان په اړه دې په خپلو څرګندونو معافي وغواړي. د پوځ د عامه اړیکو دفتر - ای اېس پي ار - مشر جنرال احمد شریف چودري د</description>
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ځينو غړو پر وفاق او امنيتي ځواکونو د "امن نه برابرولو" تورونه پورې کړي
            <description>د پاکستان تحریک انصاف صوبايي وزیر امجد علي د نومبر پر ۲۵مه د غونډې پر وخت په خپله وينا کې وويل چې د وفاقي حکومت چارواکي دعوه کوي چې وسلوال له افغانستانه پاکستان ته ورځي خو نوموړي پوښتنه وکړه چې په سرحدونو کې ولاړ پوځيان یې ولې مخه نه نیسي؟</description>
سهېل اپرېدي د عامه نظم ساتنې او جنايي ضابطې په ۳ مادو کې د اصلاحاتو لپاره کمېټي جوړه کړې
            <description>د خیبر پښتونخوا حکومت د عامه نظم ساتنې قانون (مېنټېننس اف پبلېک ارډر یا اېم پي او) په درېیمه او ۱۶مه او د جنايي بهیرونو ضابطې په ۱۴۴مه ماده کې د اصلاحاتو لپاره د قانوني چارو صوبايي وزیر په مشرۍ یوه کمېټي جوړه کړې ده.په دې لړ کې د نومبر پر اتمه په پېښور کې د اعلاوزیر سهېل اپرېدي په مشرۍ غونډه وشوه. تر هغې وروسته د نوموړي دفتر په بیان کې ویلي، د بیان ازادي او سوله ییز احتجاج د هر وګړي حق دی او قوانین باید د سیاسي فشار لپاره و نه کارول شي.
بیان زیاتوي چې همدې ته په کتو یې د قانون صوبايي وزیر...</description>
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي په صوبه کې د پوځی عملیاتو اجازه نه ورکوي
            <description>د صوبې د اعلا وزیر د اطلاعاتو سلاکار شفیع الله جان د نومبر پر شپږمه په پېښور کې د خبرې کنفرانس پر مهال وويل چې عمليات د مسلې حل نه دی.</description>
سهېل اپرېدی: زموږ په موجودګي کې هېڅوک پوځي عملیات نه شي کولای
            <description>نوموړي د اکتوبر پر ۱۳مه تر منتخب کېدو وروسته د اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وویل:" دلته خبري غونډې کېږي او وايي چې موږ تېر کال د استخباراتي معلوماتو پر اساس ۱۴،۰۰۰ عملیات کړي، خو ترهګري هم هغه ډول ده او نن هم زما خلک بې کوره دي او نن هم زما د خلکو کورونه ورانېږي او هغوی شهیدان کېږي."</description>
د پي ټي ای مخکښ سهېل اپرېدی د خيبر پښتونخوا نوی اعلاوزير منتخب شو
            <description>دا تر هغه وروسته ده چې علي امين ګنډه پور لومړی د اکتوبر پر اتمه او بيا وروسته د اکتوبر پر ۱۱مه د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کونډي ته خپل استعفا ليکونه ولېږل.</description>
پېښور او لکي مروتو کې ۱ پوليس او ۱ ولسي وګړی وژل شوی، ۹ ژوبل دي
            <description>د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور او جنوبي ضلعې لکي مروتو کې په دوو جلا جلا بريدونو کې يو پوليس او يو عام وګړی وژل شوی او د دريو پوليسو په ګډون نهه کسان ژوبل شوي دي.د پېښور پوليسو په خپاره کړي بيان کې ويلي چې د اکتوبر پر دويمه مازيګر مهال د بالا ماڼۍ تاڼې په حدودو کې هغه مهال بمي چاودونه وشوه چې پوليسو په سيمه کې ګزمه کوله.
بيان زياتوي چې د سړک پر غاړه د ښخ شوي بم په هغه چاودنه کې څلور پوليس او پينځه عام وګړي ژوبل شول، چې بيا وروسته يو پوليس د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د پېښور پوليسو مشر...</description>
خواجه اصف ويلي ول، افغانستان د پاکستان لپاره يو دښمن هېوا دی
            <description>څو ورځې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پاکستان يو شخصي ټېلېویژون جیو نیوز ته په مرکه کي ویلي ول چې افغانستان د پاکستان لپاره یو دښمن هېواد دی. د نوموړي دې څرګندونو ته پر ټولنیزو رسنیو سخت غبرګونونه ښوول شوي ول. په پاکستان کې شنونکي د دفاع وزیر دا بیان څنګه ارزوي؟ </description>
په کوز دیر کې د وسلوالو په ډزو د اېف سي ۷ سرتېري وژل شوي ۱۳ ژوبل دي
            <description>د پاکستان امنیتي ادارې ادعا کوي چې د اېف سي ځواک په ډزو وسلوالو ته هم تاوان رسېدلی دی خو دا چې څومره وسلوال وژل شوي دي؟ تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.</description>
خیبر پښتونخوا اسمبلۍ له صوبې او مرکز نه د افغانستان زلزله ځپلو سره د مرستې غوښتنه وکړه
            <description>د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د یو قرارداد له لارې د خیبر پښتونخوا له صوبايي او د پاکستان له مرکزي حکومت نه غوښتنه کړېده چې په افغانستان کې په زلزله کې ژوبل شویو کسانو ته دې له ویزې پرته د علاج لپاره پاکستان ته د سفر اجازه ورکړل شي.د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړو دا غوښتنه د سېپټېمبر په لومړۍ د غونډې پر مهال وکړه.
د اسمبلۍ له غونډې وروسته د عوامي نیشنل ګوند غړي نثار باز مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان مرکزي حکومت دې د انساني همدردۍ په بنیاد ژوبلو کسانو ته بیدون له وېزې له افغانستانه پاکستان ته د...</description>
بر دیر کې پر پوستې په برید کې د اېف سي ځواک ۳ سرتېري وژل شوي، ۳ ژوبل دي
            <description>پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په بر دیر کې پر امنیتي پوستې په وسلوال برید کې د ملېشه ځواک درې سرتېري وژل شوي او درې ژوبل دي.د بر دیر د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اګست پر ۳۱مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل، ګڼو وسلوالو د اګست پر ۳۰مه شپې ناوخته له ډېورنډ کرښې سره نېږدې په براول سیمه کې پر پوستې برید وکړ.
دی وايي، تر برید وروسته هلته د سرتېرو او وسلوالو ترمینځ ډزې وشوې او وسلوالو پوسته ونیوله خو څه وخت وروسته په وسلو سمبال ولسي وګړي ورغلل او پوسته...</description>
خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د صوبې د امن و امان په اړه تود بحث وشو
            <description>په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف یو غړي شفیع الله جان په خپله وینا کې وویل، صوبايي حکومت به هېڅکله د پښتنو په سیمو کې د پوځي عملیاتو اجازه ورنه کړي.</description>
خیبر پښتونخوا کې مېشت افغان محصلین د مهاجرت کارډونو د تمدید غوښتنه کوي 
            <description>افغان محصلینو د اګست پر ۱۹مه په پېښور پرېس کلب کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د پاکستان د حکومت تازه پرېکړې چې د پي او ار کارډلرونکي افغانان خپل هېواد ته لېږي، دوی سخت پرېشانه کړي دي.</description>
خیبر پښتونخوا کې په وسلوالو حملو کې ۵ پولیس وژل شوي دي
            <description>پولیس وايي، د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د وسلوالو په حملو کې پینځه پولیس وژل شوي دي.په پېښور کې د پولیسو مرکزي دفتر د اګست پر ۱۴مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د اګست پر ۱۳مه شپې مهال وسلوالو د پېښور په حسن خېلو کې پر تاڼه ډزې وکړې چې پکې یو پولیس ووژل شو.
بیان وايي، وسلوالو د شورو (چارشنبې) پر ورځ په بر دیر کې د پولیسو پر ګاډي حمله وکړه چې پکې درې سرتېري ووژل او شپږ ژوبل شول. 
داراز، پر هم هغه ورځ په کوز دیر کې پر پولیس پوستې په برید...</description>