د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د خیبر پښتونخوا د سېنېټ څوکۍ ښايي د پي ټي ای شوکت ترین وګټي''


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

له خیبر پښتونخوا د سېنېټ پر یوې خالي شوې څوکۍ د ډېسېمبر پر ۲۰مه نېټه بیا ټاکنې کېږي چې د پاکستان تحریک انصاف سېنېټر ایوب اپرېدي پرېښې وه.

د انتخاباتو کمېشن صوبايي ویاند سهیل احمد وايي، د ډېسېمبر تر ۱۳مې نېټې هېڅ یوه نوماند د نامزدګۍ خپل کاغذونه نه دي اخیستي او د شوکت ترین د نوماندۍ خلاف اپیلونه هم خارج شوي. د نوموړي په وینا د دې څوکۍ لپاره د تحریک انصاف شوکت ترین، د جمیعت علمای اسلام (ف) ظاهر شاه، د پیپلز ګوند محمد سعید او د عوامي نیشنل ګوند شوکت جمال امیرزاده ولاړ دي.

یاده دې وي چې د عوامي نیشنل او جمعیت علمای اسلام (ف) د کاندیدانو لخوا په شوکت ترین د الېکشن کمېشن کې اعتراصونه جمع کړل شوي ول چې پکې ویل شوي، شوکت ترین د خیبر پښتونخوا اوسېدونکی نه دی او له دې وجه دې د ټاکنو کمېشن د هغه د نامزدګۍ کاغذونه رد کړي.

د عوامي نیشنل ګوند ویاند زاهد خان مشال راډیو ته وویل:"د سېنېټر جوړولو لپاره دوی د کراچۍ یو سړی په مردان کې راجسټرډ کړ، د کومو اصولو په بنیاد چې سېنېټ جوړ دی چې په دغه کې د ټولو صوبو یو رقم نمایندګي ده او د دې مقصد دا چې هره صوبه د خپلو حقونو لپاره یو رقم اواز پورته کړي نو دا د هغه بنیادي اصولو خلاف ورزي ده، دا چې سېنېټر جوړ شي نو که حکومت ختم هم شي نو دا به د شپږو کلونو پورې ناست وي نو د سېنېټ په دې څوکۍ به بیا د صوبې او د پښتنو حق لپاره څوک اواز پورته کوي."

خو د شوکت ترین وکیل په الېکشن ټریبونل کې د هغه په دفاع کولو سره ویلي ول چې د نومبر پر ۲۹مه نېټه د سېنېټ د ضمني ټاکنو د شیډول تر اعلانولو مخکې د شوکت ترین ووټ په مردان ضلع کې درج شوی وو او د هغه سخرګنۍ هم له مردانه ده او د ټاکنو شیډول تر اعلانولو وړاندې د اکتوبر پر ۲۸مه نېټه شوکت ترین ته د مردان د اوسېدلو په پته نوی شناخت کارډ جاري شوی وو.

الېکشن ټریبونل ته د دې معلوماتو ورکولو وروسته د ټاکنو کمېشن شوکت ترین پرضد داخل شوي اپیلونه په دې وجه خارج کړي وو چې شوکت ترین د نامزدګۍ د کاغزونو په داخلولو کې د الیکشن کمېشن د قوانینو او حدودو هېڅ سرغړونه نه ده کړي.

خبریال او څیړونکې محمود جان بابر وايي، د خزانې وزارت لپاره د وزیراعظم اوس مهاله سلاکار شوکت ترین به په اسانه د سېنېټ دا څوکۍ وګټي او د پارلېمان استازیتوب به ترلاسه کړي ځکه چې په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې پاکستان تحریک انصاف واضح اکثریت لري.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په ۱۴۵ غړو کې له ۹۶ غړو سره واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د حزب اختلاف په ټولو ګوندونو واضحه اکثریت لري او د دې شمېرو ترمخه د تحریک انصاف کاندید شوکت ترین ته ماتې ورکول اسانه نه وي.

XS
SM
MD
LG