د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوليس وايي، وسله والو یو پادري وژلی او بل یې ټپي کړی


د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون په یو شمېر سیمو کې د بدامنۍ پېښې په دې وروستیو کې زیاتې شوې دي.  (انځور: ارشیف)
د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون په یو شمېر سیمو کې د بدامنۍ پېښې په دې وروستیو کې زیاتې شوې دي.  (انځور: ارشیف)

په پېښور کي د ډزو په یوه پېښه کي د عیسایانو یو پادري وژل شوی او یو بل پادري ژوبل شوی دی.

د پولیسو لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې دا پېښه د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور د ګلبهار تاڼې په حدودو کي له رینګ روډ سره نزدې رامېنځ ته شوې ده.

د دوی په وینا، نامعلومو کسانو پر یو موټر ډزې کړې دي چې د ویلیم سراج په نوم یو پادري وژل شوی او یو بل پادري پکې ژوبل شوی دی.

د لیډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم مشال راډيو ته ویلي چې د پېښې یو تن دوی ته په مړ حالت کې وروړل شوی وو چې ویلیم سراج نومیږي.

د ده په وینا، بل تن چې پېټرک نومیږي په دغه پېښه کې لږ ژوبل شوی دی او په لېډي ریډنګ روغتون کې یې علاج روان دی.

پولیس وايي د پیښي پلټنې یې پېل کړې دي او د پېښي له ځای سره نزدې یې د لټون عملیات هم پېل کړي دي. چا د دې خبر تر خپرېدو د دې پېښې زمه واري‌ نده منلې.

د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون په یو شمېر سیمو کې د بدامنۍ پېښې په دې وروستیو کې زیاتې شوې دي.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۸مه د پېښور په بډه بیره سیمه کې د لاسي بمونو په دوو بریدونو کې درې پولیس سرتېري ټپي شوي وو.

پولیسو په یو بیان کې ویلي وو چې د ګشت پر مهال د پولیسو پر موټر د لاسي بم برید شوی وو چې د یوه سب انسپکټر په ګډون درې پولیسوال پکې ټپي شوي وو.

د بدامنۍ په تازه پېښو کې د زیاتره هغو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې دي.

XS
SM
MD
LG