د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: اعلاوزیر د پادري وژنه کې د ککړو کسانو نیولو امر کړی


د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر ۳۱مه د پېښور په ال سېنټس چرچ کوهاټۍ کې د پادري وېلییم سراج وروستي مراسم ترسره شول.
د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر ۳۱مه د پېښور په ال سېنټس چرچ کوهاټۍ کې د پادري وېلییم سراج وروستي مراسم ترسره شول.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر محمود خان په پېښور کې د عیسویانو د یوه پادري د وژنې او د بل د ژوبلولو غندنه کړې او پولیسو ته یې په برید کې د ککړو کسانو د نیولو امر کړی دی.

نوموړي دا امر تر هغې څو ساعته وروسته وکړ چې د پولیسو په وینا د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر رېنګ روډ "نامعلومه وسله والو" په ګاډي کې پر سپرو دوو پادریانو وېلییم سراج او پیټرک نعیم ډزې وکړې چې پکې سراج ووژل شو او نعیم ټپي شو. د پېښور لېډي ریډنګ روغتون چارواکي وايي، د نعیم روغتیايي حالت ښه دی.

د جنورۍ پر ۳۱مه د پېښور په ال سېنټس چرچ کوهاټۍ کې د پادري وېلییم سراج وروستي مراسم ترسره شول.

تر اوسه معلومه نه ده چې پر دواړو برید چا کړی دی خو تر دې دوه اوونۍ مخکې په پېښور کې وسله والو د مسلمانانو دیني عالم شیخ عبدالحمید وواژه او د هغه ورور شیخ محمد یې ژوبل کړ.

له دې علاوه، د جنورۍ پر ۱۸مه، د ښار په بډه بېره سیمه کې پر پولیسو په لاسي بمي برید کې درې سرتېري ژوبل شول. د هغو حملو مسوولیت هم چا نه وو منلی.

موږ مسیحیان خو بې ضرره یو او له هېچا سره لانجې نه کوو. له هېواده دا مذهبي تعصب او ترهګرۍ ختمول په کار دي.
شهزاد مراد

د خیبر پښتونخوا مسیحیانو له حکومته د هغوی د ټولنې امنیت باوري کولو غوښتنه کړې ده. د پېښور یوه پادري شهزاد مراد د جنورۍ پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل، حکومت دې پر پادریانو په حمله کې ککړ کسان ونیسي، "ورته دې سزا ورکړي، او د انصاف ټولې تقاضې دې پوره شي. بله خبره دا ده چې موږ مسیحیان خو بې ضرره یو او له هېچا سره لانجې نه کوو. له هېواده دا مذهبي تعصب او ترهګرۍ ختمول په کار دي ځکه چې ترهګرۍ بیا سر پورته کړی دی. په داسې حالاتو کې د مذهبي همغږۍ، راوادارۍ او سولې پیغام خپرول په کار دي."

مراد زیاته کړه چې حکومت دې د وژلي پادري سراج له کورنۍ سره مالي مرسته وکړي.

د پېښور د پولیسو یوه مشر عباس احسن د جنورۍ پر ۳۰مه خبریالانو ته د وینا پر وخت پر پادریانو حمله د "ترهګرۍ" پېښه بللې وه او ویلي یې ول چې پولیسو پلټنو ته دوام ورکړی او هڅه کوي چې ککړ کسان ونیسي.

په پاکستان کې په وروستیو کې وسله وال بریدونه زیات شوي دي. د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې تحریک طالبان پاکستان له حکومت سره د یو میاشتني اوربند له غځولو انکار وکړ او له هغه وخت راهیسې یې د قبایلي سیمو په ګډون د هېواد په یوشمېر برخو کې پر امنیتي ځواکونو حملې کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په جنورۍ کې ویلي ول چې په هېواد کې د "ترهګرۍ د نورو پېښو" امکان هم شته چې د مخنیوي هڅې یې روانې دي. هغه زیاته کړې وه چې د حملو له وجې یې له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې ځنډولې دي.

XS
SM
MD
LG