د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د وړو صنعتونو پرمختیا لپاره رعایتي پروګرام اعلان کړ


د صنعتي چارو پوهان وايي، د خیبر پښتونخوا د مرمرو ټول صنعت د وړوکي او منځني کچ کاروبار دی چې له رعایتي پروګرامه ګټه اخیستای شي - انځور له ارشیفه.
د صنعتي چارو پوهان وايي، د خیبر پښتونخوا د مرمرو ټول صنعت د وړوکي او منځني کچ کاروبار دی چې له رعایتي پروګرامه ګټه اخیستای شي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د وړو او منځنۍ سطحې صنعتونو پرمختیا لپاره د شپږ اربه روپیو رعایتي پروګرام منظور کړی دی.

د اعلاوزیر دفتر د جنورۍ پر پینځمه په بیان کې له دې زیات معلومات نه دي ورکړي خو په پېښور کې صنعتکارانو او سوداګرو د پروګرام ستاینه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونو پخوانی مشر زاهد الله شینواری وايي، هر هغه صنعت یا کاروبار چې د سوداګرۍ ټول حجم یې له ۴۰۰ مېلیونه روپیو کم وي، د وړوکي یا منځني کچ کاروبار بلل کېږي.

نوموړي د جنورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، په دې توګه د خیبر پښتونخوا د مرمرو ټول صنعت، د پلاسټیک او د صوبې شاوخوا ۹۰ فیصده کارخانې د وړوکي او منځنۍ سطحې کاروبارونه دي.

خو شینواری وايي، حکومت دې د رعایتي پروګرام بریا لپاره نور اقدامات وکړي. "بیوروکراسي او بانکونه په دې ډول پروګرامونو کې دومره نکتې او مسلې [په ګوته کوي] چې بیا ورڅخه څوک په عملي ډول ګټه نه شي ترلاسه کولای."

دی زیاتوي، حکومت دې د دې پروګرام د عملي کولو لپاره یو کمېشن جوړ کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې بل پخوانی مشر مقصود انور د دې ډول پروګرامونو د پرمختیا او په موثره ډول عملي کولو لپاره د اګهۍ کیمپېن مهم بولي.

د خیبر پښتونخوا له کابینې څخه د رعایتي پروګرام تر منظورۍ وروسته د اطلاعاتي چارو لپاره د اعلاوزیر سلاکار بیرسټر سیف ویلي ول چې خیبر بانک به د صنعتي چارو له صوبايي ادارې سره په همغږۍ دا پروګرام عملي کړي.

نوموړي زیاته کړې وه چې د رعایت موخه د وړو او منځنۍ سطحې صنعتونو پرمختیا ده.

حکومت دا اقدام پر داسې مهال کړی دی چې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې د ناامنیو له وجې کاروبارونه او صنعتونه خورا زیات اغېزمن شوي ول.

XS
SM
MD
LG