د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: پر راتلونکې ۲۳م مارچ پي ډي اېم لانګ مارچ کوي


د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمن
د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمن

په اسلام اباد کې د پاکستان جمهوري تحریک مشرانو په یوه غونډه کې پرېکړه کړې چې د راتلونکې ۲۰۲۲ز کال پر ۲۳م مارچ به په ملک کې د ګرانۍ پرضد لانګ مارچ کوي.

دا اعلان د دسمبر په شپږمه په اسلام اباد کې د پي ډي اېم تر غونډې وروسته د یاد تحریک مشر مولانا فضل الرحمان په یوه خبري کنفرانس کې وکړ.

نوموړي وویل چې دې لانګ مارچ ته به د ټول هېواد له هر برخې به ولسونه اسلام اباد ته درومي او د دې د تیاریانو او حکمت عملۍ لپاره به د ټولو صوبو په کچه غونډې رابلل کېږي.

مولانا فضل الرحمان وویل چې د دغه مارچ د تیاریانو لپاره د پنجاب صوبې د پي ډي اېم غونډه به د حزب اختلاف د مشر شهباز شریف په مشرۍ کېږي او په بلوچستان کې به د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اچکزۍ په مشرۍ، په سیند صوبه کې د جمعیت علمای پاکستان د مشر شاه اویس نوراني په مشرۍ او په خیبر پښتونخوا کې به دی خپله د مارچ د تیارۍ لپاره د کېدوونکې غونډې مشري کوي.

مولانا فضل الرحمان وویل چې د پي ډي اېم د مشرانو په غونډه کې له پارلېمانه د استعفاګانو ورکولو په خبره هم مشاورت وشو خو په دغه اړه فیصله به پر یوه مناسب وخت کوي.

د مولانا فضل الرحمان د خبري غونډې روستو د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد او د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري په اسلام اباد کې پر ۲۳م مارچ (۲۰۲۲) د پي ډي اېم پر کېدونکي لانګ مارچ نیوکې وکړې او ویل یې چې پر دې نېټه د پاکستان ورځ لمانځل کېږي او په اسلام اباد کې پوځي پرېډ کېږي.

XS
SM
MD
LG