د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا د سي اېن جي پمپونو ټولنې د احتجاج ګواښ کړی


په خیبر پښتونخوا کې اوسمهال په اوونۍ کې درې ورځې سي اېن جي پمپونه خلاص وي - انځور له ارشيفه
په خیبر پښتونخوا کې اوسمهال په اوونۍ کې درې ورځې سي اېن جي پمپونه خلاص وي - انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا د سي اېن جي پمپونو اتحادیې د ګیس لوډشېډنګ پرضد د فبرورۍ له شپږمې څخه د احتجاج اعلان کړی دی.

د سي اېن جي پمپونو مالکان وايي، په خیبر پښتونخوا کې د ګيس لوډشېډنګ غیر اييني کار دی ځکه چې هغه صوبه له خپل ضرورته زيات ګيس پيدا کوي.

حکومت وايي، دا مسله یې له وفاقي حکومت سره شریکه کړې او ژر تر ژره یې د هواري هیله لري.

د سي اېن جي پمپونو د اتحاديې مشر اعجاز خان د فبرورۍ پر دويمه له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل که حکومت د ګيس لوډشېډنګ مسله ژر تر ژره هواره نه کړه نو د فبرورۍ له شپږمې څخه به په احتجاج لاس پورې کړي.

"ګیس زموږ په صوبه کي ښه ډېر دی، خو دوی زموږ ګیس پنجاب صوبې ته ورکوي. په پښتونخوا کې د سي اېن جي ۶،۰۰۰ پمپونه دي او موږ ته په اوونۍ کي یوازې ۲۴ ساعته د ګیس خرڅولو اجازه ده چې له وجې یې د پمپونو زرګونه کارکوونکي بې روزګاره شوي دي. د دې تر څنګ د ګاډو او رکشو ډرېوران په ګېنټو ګېنټو په قطارونو کې ولاړ وي."

په خیبر پښتونخوا کي دا مهال په اوونۍ کې یوازې درې ورځې د اتو، اتو ساعتونو لپاره سي اېن جي پمپونه خلاص وي.

د سي اېن جي پمپونو د اتحاديې یو غړي انجینر عالم زېب مشال راډيو ته وویل چې دوی په دې وجه د خیبر پښتونخوا په سي اېن جي صنعت کي پانګونه کړې وه چې د ایین له ۱۵۸مې مادې سره سم ورته دا تحفظ حاصل وو چې لوډشېډنګ به نه کېږي.

"په خیبر پښتونخوا کې د ګیس [ورځنی] پیدوار تر ۴۰۰ [مېلیونه مکعب فيټه] زیات دی او ضرورت يې تر دې کم دی یعنې صوبه له خپل ضرورته له ۲۰ څخه تر ۴۰ فیصده پورې زیات ګیس پيدا کوي. دويم لوی ظلم زموږ سره دا کېږي چې د ګیس پريشر ډېر کم وي."

د ګېس کم فشار په پېښور کې د سي اېن جي ګاډو روزګار په ټپه درولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

په پېښور کې یوه رکشه چلوونکي رفیق انور چې د ېو سي اېن جي پمپ مخې ته په قطار کې ولاړ وو، مشال راډيو ته وويل چې د ګیس د کمښت له وجې له کړاو سره مخامخ دی.

"مزدوري [پخوا هم] ښه نه وه خو د ګيس لوډشېډنګ بېخي خرابه کړې ده. اندازه يې له دې ولګوئ چې دومره پیسې راسره نشته چې د خپلې رکشې مرمت پرې وکړم. کومې لږې ډېرې پېسې چې ګټم نو ډېر په مشکل پرې د کور خرڅ و خوراک، د بجلۍ او ګیس بلونه پوره کوم."

د سي اېن جي پمپونو اتحاديې د احتجاج دړکې په اړه د صنعتونو او تجارت لپاره د خيبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار عبدالکریم خان د فبرورۍ پر دويمه مشال راډيو ته وویل، له وفاقي حکومت سره یې دا ستونزه شریکه کړې او کوښښ يې دې چې ژر تر ژره يې هواره کړي.

"له مرکزه مو خپل [ورځنی] ۳۰ [مېلیونه مکعب فيټه] اضافي ګیس ترلاسه کړی او هڅه کوو چې پاتې ۷۰ [مېلیونه مکعب فيټه] ګیس هم ترلاسه کړو چې د سي اېن جي لوډشېډنګ دا ستونزه هواره شي."

د فبرورۍ پر دويمه د پاکستان د توانايۍ چارو وزیر حماد اظهر پر ټوېټر ليکلي چې په هېواد کې د ګیس سرچینې نهه فیصده کمې شوې دي.

پاکستان له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې د انرژۍ له کمښت سره مخامخ دی نو ځکه هر کال له بهره د ګیس اخیستو ترڅنګ هڅه کوي چې له اوبو څخه د برېښنا پیدا کولو پروژې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG