د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند له پاکستان پیپلز ګوند سره حکومت مخالفه احتجاج کې ګډون کوي


د عوامي نېشنل ګوند غړيو له دې وړاندې هم د پاکستان د مرکزي حکومت پر ضد احتجاجونه کړي دي، انځور له ارشيفه
د عوامي نېشنل ګوند غړيو له دې وړاندې هم د پاکستان د مرکزي حکومت پر ضد احتجاجونه کړي دي، انځور له ارشيفه

عوامي نېشنل ګوند اعلان کړی چې د پاکستان پیپلز ګوند لخوا به د دې هېواد د مرکزي حکومت پر ضد احتجاج کې ګډون کوي.

عوامي نېشنل ګوند دا اعلان پرون (د فبرورۍ پر ۱۴مه) له هغه وروسته وکړ چې د پیپلز ګوند پلاوی د پېښور باچا خان مرکز ته ورغلی وو.

د پاکستان پیپلز ګوند مخکښ سید خورشید شاه تر ملاقات وروسته د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکرټري میا افتخار حسېن سره شریکې خبري غونډې ته وویل چې د حکومت ضد احتجاج به یې د فبرورۍ له ۲۷مې له کراچۍ پيل شي او د مارچ تر ۱۰مې به اسلام اباد ته ورسېږي.

له خبري غونډې وروسته میا افتخار حسېن مشال راډیو ته وویل چې دوی به د مارچ پر ۱۱مه په اسلام اباد کې د پیپلز ګوند په دې احتجاج کې ګډون وکړي.

بلخوا د پاکستان حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد "پاکستان جمهوري غورځنګ" مشر مولانا فضل الرحمان د حکومت پر ضد وار له مخه د مارچ پر ۲۳مه نېټه د اسلام اباد پر لور د لانګ مارچ اعلان کړی دی.

په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه تور پورې کوي چې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ اوسنی حکومت د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ په نتيجه کې راغلی او پوځ يا ايسټېبليشمنټ يې تر شا ولاړ ول. دوی له وخت مخکې د بيا انتخاباتو غوښتنه کوي. خو حکومت، پوځ او انتخاباتي کمېشن په تېرو انتخاباتو کې د درغلۍ او لاسوهنې تورونه رد کړي دي.

پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه حکومت په دې هم تورنوي چې د ناسمو تګلارو له کبله یې په هېواد کې ګراني زياته شوې او هېواد يې له اقتصادي بحران سره مخامخ کړی دی، خو حکومت بيا د دې هر څه تر شا د پخوانيو حکومتونو درغلي يادوي چې هغوی تل انکار ورڅخه کړی دی.

XS
SM
MD
LG