د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا امن جرګه: د سخاکوټ ټولنیز کارکن محمد زاده د وژنې عدالتي پلټنې دې وشي


سماجي کارکن محمد نواز
سماجي کارکن محمد نواز

پښتونخوا امن جرګې د ملاکنډ ضلعې په سخاکوټ کې د ټولنيز فعال او خبريال محمد زاده د وژنې د عدالتي پلټنو غوښتنه کړې ده.

د نومبر پر اتمه نېټه نامعلومه وسله والو مدني فعال او خبریال محمد زاده او د هغه یو خپلوان عمر حیات په دوو جلا جلا پېښو کې وژلي ول. د دې پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د پښتونخوا امن جرګې مشر سید کمال د نومبر پر ۱۷مه په پېښور پرېس کلب کې خبري غونډې ته وويل که حکومت يې غوښتنه و نه منله نو د نومبر پر ۲۲مه نيټه به د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې احتجاجي مظاهره ترسره کوي.

د نوموړي وينا وه، "د پښتونخوا اعلاوزیر محمود خان او د پېښور های کورټ چيف جسټس دواړه د ملاکنډ ډیویژن سره تعلق لري، په سیمه کي يې دومره لویه پېښه وشوه نو د عدالتونو هغه ازخود نوټسې څه شوې؟ محمد زاده یوی مافیا وژلې او هغه پخپله هم ويلي وو چې که زه اووژل شوم نو د ملاکنډ انتظامیه به زما ذمه واره وي."

حکومت د پښتونخوا امن جرګې د غوښتنو په اړه لا څه نه دي ويلي خو د خيبر پښتونخوا اعلاوزير محمود خان د پيښې نوټس اخيستې وو او په خپل یوه امر کې یې د ملاکنډ ډپټي کمیشنر الطاف احمد او مرستیال کمیشنر فواد خټک له دندو لیرې کړي ول، وروسته بيا لېویز ځواک په پېښه کي د تورنو دوو کسانو د نیولو دعوه وکړه.

د محمد نواز يو ملګري همنواز 'وي او اې ډيوه' سره په خبرو کې ویلي ول چې د ده دوست محمد زاده اګره وال به په علاقه کې په ځانګړي ډول د نشه يي توکيو او په سود د ګاډو د کاروبار پرضد مبارزه کوله. پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډيوګانو کې هم ښکاري چې محمد زاده په خپله سیمه کې بیا بیا له چارواکو د نشيي توکیو خلاف د اقدام کولو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG