عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې هلته نن په میرعلي کې خلک په هدفي برید کې د وژل شوي د شمالي وزیرستان د ځوانانو تنظیم مشر نور اسلام داوړ د وژنې خلاف احتجاج کوي.
د شمالی وزیر ستان د پوليسو مشر شفيع لله ګنډاپور مشال راډيو ته وويل چې دا برید هغه مهال شوی چې کله نور اسلام داوړ د میر علي له بازاره خپل کلي حسو خيل ملاګان ته روان وو.
د ميرعلي يو پوليس چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د اګست پر ۲۲مه نېټه په موټر کې ناستو کسانو د حېدر خېلو اوسېدونکی حسن خان باندې ډزې وکړې او ويې واژه.
نوموړي د اګست پر نهمه پر ټوېټر او فېسبوک لیکلي چې کارډ او بانکي اکاونټ یې له دوو میاشتو راهیسې تړلي دي. د پاکستان حکومت لا پر دې موضوع رسمي دریځ نه دی ورکړی.
سوداګر وايي، د امنيتي ستونزو له وجې يې په تېرو کلونو کې د زڼغوزیو فصل پوره نه دی ترلاسه کړی او له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.
د میرلي د تاڼې یوه چارواکي د جولای پر ۳۱مه شپې ناوخته د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسله والو ماخوستن مهال د موبایل ټېلېفونونو دوکان مالکان وویشتل او یو کس یې له ځانه سره وتښتاوه.
د ميرعلي اوسېدونکي وايي چې په سيمه کې د امنيت وضع ورځ تر بله په خرابېدو ده.
له مشال رېډیو سره په خبرو کې دوی وویل په خپګان او احتجاج کې یې پرامنه ناسته هم پیل کړې ده، د دوی په وینا ځکه چې کورنۍ یې تر سخت ګورم لاندې کړېږي.
د میرلي د تاڼې يوه چارواکي د جولای پر ۲۵مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د اتوار پر ورځ "نامعلومه وسله والو" واجد وویشت او د پېښې له ځایه وتښتېدل.
د شمالي وزیرستان ځوانانو تنظیم له خوا د جولای پر ۱۶مه په شوي احتجاج کې غوښتنه شوې چې حکومت دې په یاده سیمه کې د هدفي وژنو مخه ونیسي او امن دې پر ځای کړي.
د میرلي د پولیسو یوه چارواکي د جولای پر ۱۵مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، اظهر الدین د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ په بازار کې سودا کوله چې وسله واالو وویشت او وتښتېدل.
د میرلي د تاڼې یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، "نامعلومه وسله والو" د جولای پر ۱۲مه د حیدرخېلو ښوونځي ته بم ورواچاوه چې پکې ځاني زیان نه دی شوی.
احتجاجیانو وايي، که یې غوښتنې و نه منل شوې نو په پېښور کې د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ مخې ته به پرلت ووهي.
جولای پر لومړۍ نېټه هم د شمالي وزيرستان په دته خېلو سيمه کې د پوځي کاروايي پر مهال دوه عسکر وژل شوي ول.
د بنو جانيخېلو له حکومت سره تر کامیابو مذاکراتو وروسته خپل پرلت او احتجاج ختم کړ او د وژل شوي ملک نصیب خان جسد یې خاورو ته وسپارلو. دوی دا احتجاج د مې پر ۳۱مه پیل کړی و چې نږدې یو میاشت یې دوام وکړ. عمر وزیر پرې ویډیويي راپور جوړ کړی.
د بنو په جانیخېلو کې احتجاجي ناسته پر ۲۲مه ورځ هم دوام لري او په سیمه کې یې د سرکار له لوري د امنیت تر عملي اقداماتو پورې په هدفي برید کې د وژل شوي یو ځايي مشر ملک نصیب خان د مړي له ښخولو انکار کړی.
دوی دوې ورځې له مخه تر حکومتي ډاډ وروسته د اسلام اباد پر لور د لاريون فيصله ځنډولې ده.
نور وښیئ