د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرامشا: یو ۱۴ کلن فوټبالر شمشېر داوړ په هدفي برید کې وژل شوی


شمشېر داوړ د اتوار په ورځ د هدفي برید ښکار شو
شمشېر داوړ د اتوار په ورځ د هدفي برید ښکار شو

د شمالي وزيرستان د میرامشا په تپۍ کې یو ۱۴ کلن تنکی ځوان په یوه هدفي برید کې وژل شوی دی.

پولیس وايي دغه ځوان شمشېر داوړ نومېده او کورنۍ يې پر هېچا دعوه نه ده کړې او په میرامشا تاڼه کې د نا مالومه کسانو پرضد مقدمه درج شوې او پولیسو يې پلټنې پیل کړي دي.

د شمالي وزیرستان د پوليسو مشر عقیق حسین مشال رېډیو ته ویلي چې دا پېښه د تېر اتوار/يکشنبې په ورځ شوې ده.

د شمشېر د تره زوي سورج داوړ وي او اې ډيوه ریډیو ته ویلي دي، د هغه مړی د ټوچي خوړ پر غاړه هغه مهال سهار موندل شوی چې په دغه شپه د دوی په کورنۍ کې واده روان وو.

هغه ویل وژل شوی د تره زوی ۱۴ کلن شمشېر د اتم ټولګي زدکونکی او د فټبال لوبغاړی وو او دوی له هېچا سره هم دښمني نه لري.

دا په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو ۵۸مه پېښه کې چې د سیمې مشران، ځوانان او نور سیاسي فعالان پکې په نښه شوي دي.

یاده دې وي چې د اکتوبر پر ۲۹مه نېټه په میرلي کې وسله والو د بنو سیمې یو دکاندار په هدفي برید کې وواژه او بریدګر یې وتښتېدل.

د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه د میرلي په دوڅلي کې د پولیسو په وینا په درو بېلابېلو هدفي بریدونو کی درې ځايي کسان وژل شوي ول.

په سیمه کې سږکال تر دا اوسه د هدفي بریدونو ۵۸ پېښې رپوټ شوې دي او پروسږ کال ۴۶ پېښې رپورټ شوې وې.

دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د ځايي وسله والو حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې او تحریک طالبان پاکستان له حکومت سره د مذاکراتو خبرونه مخې ته راغلي دي.

د شمالي وزیرستان پولیس مشرانو تر دې وړاندې مشال ریډیو ته د هدفي بریدونو په اړه په وار وار ویلي دي، چې په هدفي بریدونو کې ککړ کسان به انجام ته رسوي. د دوی په وینا د دې پېښو مخنیوي لپاره په شمالي وزیرستان کی پولیس او د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې په ګډه کار کوي. خو تر اوسه د هدفي بریدونو هېڅ یو بریدګر نه دی نیول شوی.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چی د هدفي وژنو نه ختمیدونکی لړی روانه ده او خلک د ځان د ژغورنې په اړه اندېښمن دي، روزانه یې په ورته ډول بریدونو کې ځوانان او مشران وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG