د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوداګر: سرکار دې پر غلام خان بندر خنډونه ختم کړي


سوداګر وايي، لارۍ یې په ورځو ورځو تېرېدو ته په انتظار وي
سوداګر وايي، لارۍ یې په ورځو ورځو تېرېدو ته په انتظار وي

افغانستان او پاکستان ته مال وړونکي سوداګر لاهم پر غلام خان بندر د ټرمینل چارواکو له پرله پسې ځنډه او خنډه سرټکوي او پرضد یې د سېټېمبر پر ۳۰مه د میرامشا پرېس کلب مخې بیا په احتجاجي مظاهره راوتي ول.

دوی ګیله لري، چې په مېوو او سبزیو بار لارۍ یې پر ټرمینل په ورځو ورځو خپل وار ته انتظار باسي چې له وجې یې د لکونو کروړنو روپیو مېوې او سبزي ورستېږي. د احتجاج پر مهال دوی ویل که یې دغسې مالي زیانونه روان ول نو اړ دي چې سوداګري پرېږدي.

سوداګران وايي، پر غلام خان بندر د سهولتونو د نشتوالي له لاسه یې له افغانستان سره سوداګري ورځ تر بلې له ستونزو سره مخامخېږي او لوی تاوانونه ورسېږي.

د شمالي وزیرستان یو تاجر شېرولي خان مشال ریډیو ته وویل، چې د مېوو او سبزو لارۍ یې د تېرېدو لپاره تر شپږو ورځو هم پر بندر ایسارې وي نو چې دومره ناوخته یې ګاډي کلېرېږي نو څنګه به خپلې مېوې او سبزي وپلوري.

شېرولي خان سوداګرۍ ته د ورپېښو خنډونو په باب زیاته کړه چې وړاندې به دوی له افغانستان مال بردار ګاډي روان کړل نو ماښام به مېرامشاه ته ورسېدل خو اوس پر غلام خان بندر د سبزو او مېوو ګاډي څو څو ورځې ایسار وي، هر څه خراب شي، کسټم واله یې ګاډي ژر نه کلېروي، دا خو ((بېخي ظلم)) دی چې په سبزو او مېوو بار لارۍ مو ایسارې وي. نوموړي په غوسه سره ویل، چېرته ولاړ شي، چا ته فریاد وکړي.

د شېرولي خان وینا وه که داسې خنډونه او ځنډونه دوام ولري نو سوداګر اړ دي چې تجارت پرېږدي او پر کور کښېني.

په غلام خان بندر کې یوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وویل، چې که له افغانستانه د مال بردارو ګاډو د پلټولو لپاره د اېف سي عسکرو شمېره ډېره کړل شي نو دا ستونزه به تر ډېره هواره شي.

د نوموړي په وینا،که دا شمېره زیاته شي نو د ورځې به دواړو غاړو ته تلونکیو او راتلونکیو ډکو او تشو ګاډو شمېر چې اوس تر څلور سوو زیات دی، تر یو زر (۱۰۰۰) یې شمېره زیاتېدای شي.

چارواکي وویل، دا مهال له افغانستانه راتېرونکو ګاډو څارلو لپاره د اېف سي یو عسکر ولاړ وي چې هغه د ګاډي نمبر لیکي، د ډرایور د لاس ګوتې ټاپه اخلي. نو که دا شمېره پنځو تنو ته ورسېږي نو ډېره اسانه به شي. بل که د کسټم کارمندان (عمله) هم اتو یا ۱۰ کسانو ته ورسېږي. نو د ګاډو کلېرول به اسانه شي. یاد چارواکي په خپلو څرګندونو کې ګوته د کسټم کلېرینګ اجنټانو ته ونیوله چې هغوی کار په بیړه نه کوي او له دوی سره همکاري نه کوي خو کسټم کلېرینګ اجنټان بیا وايي، د انټرنیټ ستونزې له وجې مال وړونکي ګاډي تل ځنډېږي.

د سیمې یو بل تاجر میر سادات وايي چې انتظامیې، این ایل سي او امنیتي ځواکونو ته خواست کړي چې د تجارت د پرمختګ لپاره ورسره کړې ژمنې پوره کړي. د سبزو او مېوو ګاډي دې زغرده کلېروي. د ده په وینا په ټول پاکستان کې یو طریقه کار دی او د دوی لپاره جلا دی. د سادات په خبره که ستونزې یې همداسې د کمېدو پرځای زیاتېږي نو څنګه به سوداګري وکړای شي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمیشنر شاهد علي خان وايي د سوداګرو ټولې ستونزې به ختمې کړي او د سیمې تجارت به نور پراخ شي.

د ده په وینا چې پر غلام خان بندر یې عمله هم سېوا کړې ده. وړاندې به چې به په ورځ کې یو نیم سل (۱۵۰)ګاډي تېرېدل نو نن یې شمېر تر ۵۰۰ رسېدلی دی او هلته نور سهولتونه هم زیاتوي.

د پولې بل پلو سوداګرو په وار وار پر غلام خان بندر د سهولتونو د نشتوالي شکایتونه کړي او وايي چې د ستونزو په وجه یې مالونه د ځنډ ښکار کېږي. دوی غوښتنه کوي چې غلام خان بندر اوس باقاعده ټرانزټ پیل شوی دی، له افغانستان سره په تجارت کی په یاد بندر کې باید ټول ضروري او بنیادي اسانتیاوې برابرې شي.

پر غلام خان بندر له افغانستانه هره ورځ په لوی شمېر کې په مېوو او سبزیو بار ټرکونه پاکستان ته اوړي او له دې غاړي بیا په اوړو، وریځو، بورې، دالونو، سېمټو، سریو او نورو تعمیراتي توکو بار لارۍ افغانستان ته اوړي.

سوداګر وايي، که له افغانستان به مالونو بارګاډي پر غلام خان بندر د خالي کېدو پرځای د میرامشا په منډۍ کې خالي کړل شي نو د دوی مالونه به پر وخت ورسېږي او د ورستېدو له تاوانه به بچ شي.

XS
SM
MD
LG