د لاسرسي ځای

تازه خبر

په همزوني کې د امنیتي ځواکونو لخوا د یو ځايي تن د وژلو پرضد پرلت دوام لري


د شمالي وزیرستان همزوني سیمې اوسېدونکیو د میرامشا پریس کلب مخې ته پرلت پیل کړی.

پرلت والو مشال راډیو ته ویلي چې د نومبر پر ۳۰مه یې وروسته له هغې پرلت پیل کړ چې هم په هغه ورځ امنیتي سرتېرو یو ځايي تن د ترهګرۍ په تور په خپل کور کې دننه د بچیو مخې ته ووژلو.

د پرلت یو منتظم او د سیمې یو مشر ملک حبیب خان د ډېسېمبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، دوه ورځې کېږي چې د پریس کلب په مخکې یې پرلت پیل کړی دی. دی وايي،د وژل شوي تن سره باید له قانون سره سم چلند شوی وای. ملک حبیب خان وايي، امنیتي ځواکونه هلته ورغلل، د سیمې اوسیدونکي دوه وروڼه یې ونیول، یو یې په ګاډي کې پورته کړ او بل یې د هغه د شپږ کلن زوی په مخکې ووژلو.

نوموړی غوښتنه کوي چې د وژل شوي تن له کورنۍ سره دې انصاف وشي. هغه وايي، که خبرې یې وانه ورېدل شوې نو کېدای شي پرلت به اسلام اباد ته وغځوي.

خو په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې وژل شوی تن وسله وال و چې پر دوی یې ډزې وکړې نو په ځوابي ډزو کې یې هغه ووژلو خو نوموړي د دې ادعا لپاره ښکاره ثبوت وړاندې نه کړ.

د ضلعي انتظامیې او پرلت والو ترمنځ د دوه ورځو راهیسې مذاکرات هم روان دي خو لا یې څه نتیجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG