د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: دوو جلاجلا بریدونو کې یو عسکر مړ، دوه ژوبل


شمالي وزیرستان، تصویر له ارشیفه
شمالي وزیرستان، تصویر له ارشیفه

د پاکستان عسکري ادارو چارواکو ویلي چې په شمالي وزیرستان کې یې پر امنیتي عسکرو د وسله والو په دوو جلا جلا بریدونو کې یو عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل دي.

یوه امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، مشال ریډیو ته وویل چې نن (د اکتوبر پر ۱۸مه) د شمالي وزیرستان شوه کې نامعلومه وسله والو د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی چې پکې یو سپاهي وژل شوی او دوه نور عسکر ژوبل شوي دي. د دوی په وینا چې د اکتوبر پر ۱۷مه نېټه هم د شمالي وزیرستان په سپین وام کې د وسله والو له بریده یو سپاهي ژوبل شوی دی.

د بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې او رسنیو ته یې په استولي بیان کې د پینځو عسکرو د وژلو ادعا کړې خو امنیتي چارواکي وايي په دغه بریدونو کې یې یو عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د اکتوبر پر اوومه نېټه هم وسله والو د شمالي وزیرستان په دوڅلي کې د ریموټ کنټرول بمي برید کې یو عسکر وژلی او بل یو یې ټپي کړی وو. د هغه برید زمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د اکتوبر په اتمه نېټه بیا نامعلومه وسله والو د دته خیل په لنډ سید اباد سیمه کې دوه ځايي کسان په هدفي برید کې وژلي وو او د اکتوبر پر ۱۴مه نېټه بیا امنیتي عسکرو په میرلي کې د خپلو عملیاتو پر مهال د یوه مهم وسله وال عارف الله عرف دادالله د وژنې ادعا کړې وه.

په شمالي وزیرستان کې په دا وروستیو کې د وسله والو او امنیتي عسکرو ترمینځ نښتی او پر پاکستاني عسکرو د وسله والو بریدونه زیات شوي دي چې تر ډېر یې تحریک طالبان پاکستان زمه واري پر غاړه اخلي.

وزیرستانونه په ۲۰۰۱ز کال په افغانستان کې د طالبانو رژیم تر نسکورېدو پس د جهاني او سیمه ییزو تندلارو وسله والو په یو لوی مرکز بدل شوی وو. د جنوبي او شمالي وزیرستان ګڼ مخور کسان په نښه کړل شول چې شمېره یې سلګونو ته رسېږي. د پاکستان پوځ د وسله والو پروړاندې په ۲۰۱۴ز کال عملیات وکړل چې له کبله یې د وزیرستانونو په ملیونونه وګړي د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان نورو سیمو ته او ورسره جوخت د افغانستان خوست او پکتیکا ته کډوال شول. د پاکستان امنیتي ادارو او حکومت د خپلو عملیاتو په ترڅ کې سیمه له وسله والو پاکه وګرځوله او پر خلکو یې خپلو سیمو ته د ورستنولو غږ وکړ.

که څه هم لوی شمېر یې خپلو سیمو ته ستانه شول خو لاهم د خوست، پکتیکا او په بنو کې د بکاخېلو کډوال خپلو سیمو ته د ستنېدو انتظار باسي.

له ستنېدو پس په وزیرستانونو کې د هدفي بریدونو لړۍ پیل شوې چې لاهم دوام لري او نه یې تر اوسه د یوې پېښې سراغ لټول شوی او نه هم د پېښو هېڅ ککړ تن نیول شوی دی. د هدفي بریدونو پرضد بیا بیا د سیمې ځايي سیاسي ګوندونو، ځوانانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو لاریونه او پرلتونه کړي دي.
دوی په دې احتجاجونو کې پوښتنه راپورته کوي چې د پاکستان حکومت او پوځ که په ريښتیا سیمه له وسله والو پاکه کړې وي‌، نو بیا دا وژنې څوک کوي؟

پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور هم پورې کوي چې د دې بد امنیو ترشا په خپله د پاکستان "جاسوسي ادارې" لاس لري. خو د پاکستان حکومت او پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ تورونه ردوي او ادعا کوي چې په سیمه کې یې د وسله والو منظمې شبکې له منځه وړې دي او د روانو هدفي وژنو پرضد هم هلې ځلې کوي.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې هلته د هدفي وژنو نه ختمېدونکې لړۍ روانه ده او دوی د خپل ژوند په اړه اندېښمن دي.

په یاده سیمه کې سږکال لږ تر لږه ۵۲ تنه په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG