د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې په دوو حملو کې یو سرتېری وژل شوی، درې ژوبل


پولیس وايي، یوه حمله په غلام خان سیدګي او دویمه په همزوني کې شوې.
پولیس وايي، یوه حمله په غلام خان سیدګي او دویمه په همزوني کې شوې.

چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي ځواکونو په دوو جلا جلا حملو کې یو پولیس سرتېری وژل شوی او دوه پولیسان او یو پوځي ژوبل شوي دي.

د سیمې د پولیسو مشر عقیق حسین د ډېسېمبر پر ۱۶مه مشال رېډيو ته وویل چې وسله والو پر چارشنبه شپې مهال په غلام خان سیدګي کې د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته حمله وکړه چې پکې یو پولیس سرتېری ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.

پولیس وايي، وسله وال د پېښې له ځایه تښتېدلي او دوی د لټون عملیات پیل کړي دي.

بلخوا د امنیتي چارواکو په خبره، د ډېسېمبر پر ۱۵مه شپې مهال وسله والو د دته خېلو په همزوني سیمه کې پر امنیتي سرتېرو ډزې کړي چې پکې یې یو پوځي ژوبل کړی دی. وسله وال تر برید وروسته تښتېدلي دي.

د دواړو حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۱۲مه د میرلي په سپینوام اباخېلو کې د سړک تر غاړې د ښخو په دوو بمي حملو کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل شوي ول.

تر دې یوه ورځ مخکې په میرلي کې وسله والو د پولیسو پر ګاډي برید کړی وو چې پکې مرګ ژوبله نه وه شوې.

د هغو بمي او وسله والو حملو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

هغې ناقانونه ډلې تر هغې وروسته حملې بیا پیل کړې چې د ډېسېمبر پر نهمه یې له حکومت سره د سولې د خبرو لپاره د یو میاشتني اوربند له غځولو انکار وکړ.

د پاکستان حکومت وايي په داسې حال کې چې له تحریک طالبان پاکستان سره یې خبرې روانې دي، هېڅ ډله تاوتریخوالي ته نه پرېږدي او که وسله وال حملې کوي نو پرضد به یې جګړې ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG