د لاسرسي ځای

تازه خبر

لکي مروت کې وسله وال برید څلور پولیس وال ووژل


بنو پولیس، تصویر له ارشیفه
بنو پولیس، تصویر له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا جنوب پلو لکي مروت ضلعه کې څلور پولیس واله په یوه وسله وال برید کې وژل شوي دي.

د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د لکي مروت ډي اېس پي اقبال مومند له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل، برید د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه سهار وختي د پولیسو پر یوه ګرځنډه ډله له زین الدین پټرول سټېشن سره شوی دی.

د نوموړي په وینا بریدګر پر یوه موټرسایکل سپاره ول او تر پېښې وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

په وژل شوو کې د پولیسو اې اېس ای یعقوب، کانسټیبل مستقیم، کانسټیل انعام او ډرایور رحیم الله شامل دي.

په دا وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په سویلي ضلعو بنو، لکي مروت، شمالي او جنوبي وزیرستان کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو په وسله وال بریدونو کې تېزي راغلې، چې د ډېری بریدونو ذمه واري یې تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د پولیسو او ځنګلاتو محکمی چارواکو په وینا د اکتوبر پر ۲۵ نېټه هم د بنو له ممندخېل سیمې څخه نامعلومه وسله والو د یوې ښځینه افسرې په ګډون د ځنګلاتو محکمې څلور کارمندان وتښتول چې لا یې هم هېڅ درک نه لګېږي.

د تښتول شوو کسانو د تښتول کېدو ذمه واري لا هم چا نه ده منلې.

د یادولو ده چې د سږني ۲۰۲۱ز کال د فېبرورۍ پر ۲۱مه نېټه هم د شمالي وزیرستان له شوه سیمې نه ناڅرګندو وسله والو شپږ کسان تښتولي ول چې اته میاشتې پس د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۲مه نېټه راپرېښودل شول.

XS
SM
MD
LG