د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو او ځنګلاتو محکمې چارواکي وايي، د بنو له ممندخېل سیمې څخه نامعلومه وسله والو د یوې ښځینه چارواکې په ګډون د ځنګلاتو محکمې څلور کسان تښتولي دي.
د بکاخېل پولیسو ډي اېس پي شیر اکبر له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل، چې دا پېښه د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه تر ماځیګر وروسته د بنو ممندخېلو له باران ډیم سیمې سره رامنځ ته شوې ده.
د نوموړي په وینا پولیسو د لټون عملیات پیل کړي او ځای پر ځای یې ناکې هم اچولې دي.
د یادی محکمې یوه افسر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، مشال رېډیو ته وویل، لاهم نه ده معلومه چې د دوی د محکمې چارواکي چا تښتولي دي. د نوموړي په وینا تښتول شوې ښځینه چارواکې د بنو، لکي مروت او شمالي وزیرستان د ځنګلاتو محکمې مانیټرینګ افسره ده.
د تښتول شوو کسانو د تښتول کېدو ذمه واري لا هم چا نه ده منلې.
د یادولو ده چې د سږني ۲۰۲۱ز کال د فېبرورۍ پر ۲۱مه نېټه هم د شمالي وزیرستان له شوه سیمې نه ناڅرګندو وسله والو شپږ کسان تښتولي ول چې اته میاشتې پس د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۲مه نېټه راپرېښودل شول.
دوی یو انجینیر، یو وکیل، دوه د صحت محکمې کارمندان او دوه د یوې غیر سرکاري ادارې کارمندان شامل ول.