د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د ۴ جي انټرنیټ یوازينی ټاور والوځول شو


د کابل پر یوه غره د ټېليکام ټاورې
د کابل پر یوه غره د ټېليکام ټاورې

پولیس، ځايي خلک او انتظامي چارواکي وايي چې شمالي وزیرستان کې ناڅرګندو وسله والو د نومبر پر پینځمه نېټه (نن) د زونګ موبایل انټرنیټ ۴ جي ټاور په بمونو الوځولی دی.

د سیمې د پولیسو مشر عقیق حسین مشال ریډیو ته وویل، دا پېښه نن سهار د میرلي په حیدرخېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د نوموړي په وینا دا په سیمه کې یوازینی ټاور وو چې دوې ورځې وړاندې یې سرویس پیل کړی وو.

د ده په وینا پولیس پلټنې پیل کړې دي او د کمپنی له اړخه چې پولیسو ته رپورټ وشي، نو مقدمه به درج شي.

په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۹ز کال په لومړي ځل موبایل نيټورک په ځینو سیمو کې شورو شو خو انټرنیټ ۳ جي ۴ جي سهولت یې نه لرلو. دا اولنی ۴ جي انټرنیټ سهولت وو چې دوې ورځې وړاندې په میرلي کې ولګول شو.

د شمالي وزیرستان میرلي اوسېدونکي د شپاړلسم ټولګي زده کونکي عادل داوړ مشال ریډیو ته وویل چې په لومړي ځل ورته موبایل انټرنیټ سهولت ترلاسه شوی وو چې نن بیا تری محرومه شول. دا لومړی ځل دی چې دوی ته موبایل نيټورک وغځول شو خو له هغه هم محرومه شول، په خاص سوچ سره دوی له رڼا ليرې ساتل کېږي.

د نوموړي په وینا په دې نوي پرمختللي دور کې انټرنیټ سهولت اړین دی، هم زده کوونکیو او هم کاروباري خلکو له، په خاصه توګه د دوی زیاتره خلک بهرنيو هیوادونو کې مزدوري کړي، نو د رابطې کولو اسانه لاره جوړه وه، خو نن یې هغه هم له مشکل سره مخ کړل.

د میرعلي یو بل اوسېدونکی عصمت شاه وايي چې د نوي سهولتونو څخه لیرې ساتل کېږي.

((یو داسې وخت وو، چې ټیپ ریکارډ به دی په لمن ولګېدو، نو خلکو به هغه شلوله چې ګني په اوبو هم نه پاکېږي، بیا داسی وخت وو چې ټي وي ګان به مخصوصو خلکو ماتول، سیمه کې پرې پابندي وه، بیا وروسته ورڅخه موبایل خلکو ماتول، خو نن هغه خلک د هغه سوچ مخه نه شي نیولای. نن چې مویایل نیټورک او انټرنیټ راځي نو ټاور په بمونو الوځول کېږي، خو سبا به دغه خلک پر دی هم پښیمانه وي، د دې سوچ دفاع به نشي کولی، موږ له حکومته غوښتنه کړو چې د دنیا له قامونو سره پرمختګ وکړ، نوي سهولتونو غواړو، حکومت باید انټرنیټ سهولت وسیع کړي او د ستنو تحفظ وکړي.))

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ۲۰۱۸ ز کال په نومبر میاشت کې د شمالي وزیرستان د دورې پر مهال دغلته خپله وینا کې د موبایل او انټرنیټ سهولت شورو کولو اعلان کړی وو، چې پس دغلته موبایل نیټورک په مخصوصو سیمو کې شورو شو، خو لا هم انټرنیټ ۴ جي سهولت نه دی شورو شوی.

دوه ورځې وړاندې د زونګ نیټورک یا کمپنی خپل ټاور میرلي کې ولګوله چې انټرنیټ ۴ جي هم ورسره شورو شو، خو د پولیسو او ځايي خلکو په وینا نن بیا د وسله والو لخوا والوځول شو.

ځايي خلک له حکومته غوښتنه کړي چې د ترقي په دې دور کې دوی ته هم بنیادي سهولتونه ورکړي، انټرنیټ د وخت ضرورت دی باید ترې محروم نه شي.

XS
SM
MD
LG