د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي کې وسله والو په هدفي برید کې یو ځايي تن وژلی


د پولیسو په وینا د ډېسېمبر پر اتمه نېټه د شمالي وزیرستان په میرلي کې موټرسایکل سورو وسله والو یو ځايي کس په هدفي برید کې وژلی دی.

د میرلي پولیسو تاڼې چارواکي وايي، دوو پټمخیو موټرسایکل سورو وسله والو د میرلي روغتون مخې ته پر یوه ځايي کس بادشاه زمان ډزې وکړې او هغه یې ځای پر ځای وواژه او دوی دواړه وتښتېدل.

د پولیسو مشر عقیق حسین مشال ریډیو ته وویل، چې د ګربز سیمې اوسېدونکي بادشاه زمان د وژنې مقدمه یې د نامعلومو کسانو پرضد درج کړې او پلټنې یې روانې دي.

عیني شاهدانو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، مشال ریډیو ته وویل چې د برید پر مهال د وژل شوي بادشاه زمان ورور هم ورسره وو خو بریدګرو یوازې دی وویښتو او په ارامه په خپل موټرسایکل وتښتېدل.

یاده دې وي چې د ډېسېمبر پر شپږمه نېټه هم په میرلي ایدک سیمه کې وسله والو پر پولیسو برید کړی وو، څلور پولیسوال یې ژوبل کړي ول او یو ځایي کس یې وژلی وو.

د دغه برید زمه واري لا چا نه ده منلې.

سږکال یوازې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو ۶۲ پېښې شوې دي، د دې ترڅنګ په دا وروستیو کې وسله والو پر پولیسو او په ځانګړي ډول امنیتي ځواکونو باندې بریدونه هم زیات شوي دي. دا په داسې حال کې چې د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمینځ د جوړجاړي خبرې هم روانې دي.

په سیمه کې د هدفي وژنو پرضد په وار وار پښتون ژغورنه غورځنګ او ځايي ولس احتجاجونه کړي او د مخنیوي غوښتنې یې کړي دي.

XS
SM
MD
LG