د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: پولیس مقابله کې د وژل شويو درې تنو مړي د میرلي روغتون ته وړل شوي


د شمالي وزیرستان نقشه
د شمالي وزیرستان نقشه

د پولیسو او ځايي خلکو په وینا شمالي وزیرستان میرلي روغتون ته د نومبر پر اتمه نېټه درې مړي وروړل شوي، چې د تره ګرۍ ضد پولیسو سره په مقابله کې وژل شوي.

د میرلي پولیسو یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، مشال ریډیو ته وویل چې وژل شوي کسان وسله وال دي چې د بنو تره ګرۍ ضد پولیسو سي ټي ډي په میرلي کې د اتوار په شپه عملیاتو کې وژلي دي.

د سي ټي ډي پولیس چارواکو هم د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د میرلي ایپي سیمه کی دوی د خفیه اطلاعاتو په بنیاد عملیات کړي، دری وسله وال یې وژلي چې یو د میرلي، دویم د نورنګ لکي مروت او درېیم د جنوبي وزیرستان دی.

د دوی په وینا وژل شوو وسله والو کې عبدالله عرف سهیل، کاشف او حضرت امیر شامل دی، چې په هدفي او امنیتي سرتېرو باندې بریدونو، اغوا، او نورو تره ګرۍ پېښو کې شامل وو.

دوی وویل چې تره ګرۍ ضد پولیسو په سیمه کې د وسله والو، هدفي او نورو تره ګرو بریدونو کی د ککړو وسله والو پرضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

تیره اوونۍ هم د بنو سي ټي ډي پولیسو په سپین وام کې عملیات کړي ول، چې د پولیسو په وینا دوه وسله وال یې وژلي ول.

خو ځايي خلک تور پورې کوي چې وژل شوو کې د میرلي یو اوسېدونکی حضرت عامر امنیتي ادارو دوې میاشتې وړاندې لادرکه کړی وو، د دوی په وینا عدالت ته د وړاندې کولو پرځای په پولیس مقابله کې ووژل شو.

خو پولیس وايي چې دغه کسان وسله وال دي، د تره ګرۍ په پیښو کی ککړ ول او د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

بل طرف امنیتي چارواکي وايي چې نن سهار وختي د میرلي په سپین وام کې وسله والو د امنیتي عسکرو پر یوه پوسته ډزې کړې چې پکې یو عسکر وژل شوی دی.

د برید زمه واري لا چا نه ده منلې.

دغه برید په داسی حال کی شوی چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان حکومت سره مذاکراتو پخلی کړی او حکومت او تحریک لا خوا ویلي شوي چې د نومبر ۹مې نېټې د ډیسېمبر تر ۹مې پورې تحریک طالبان پاکستان د مذاکراتو کامیابي لپاره د ډزبندۍ اعلان کړی دی.

بلخوا دولتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته ویلي، چې شمالي وزیرستان ځايي طالبانو حافظ ګل بهادر شورا له حکومت سره د اکتوبر په میاشت کې د شوې ډزبندۍ ختمولو اعلان کړی دی.

یادې ډلې له حکومت سره د اکتوبر له لومړۍ تر ۲۰مې نېټې د ډزبندۍ اعلان کړی وو، چې د نومبر پر اتمه نېټه د چارواکو په وینا له افغانستان سره پولې ته نزدې پاسه مېله کې حافظ ګل بهادر ډلې د ډزبندۍ اعلان کړی دی، او وسله والو ته یې په امنیتي ځواکونو د بریدونو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG