د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: د میرامشا او خوست ترمینځ پر غلام خان بندر ژر سوداګري پیلېږي


پر غلام خان بندر له خوسته
پر غلام خان بندر له خوسته

د پاکستان حکومت د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیي ته له افغانستانه پر غلام خان بندر مال وړونکو ګاډو ته تر میرامشا منډۍ (درپه خېل منډۍ) د ورتلو اجازه ورکړې ده.

خو د افغانستان غاړې ته سوداګر غوښتنه کوي چې له سکرو (کویلې) سره سره دې د سبزو او مېوو په ګډون نورو مال وړونکو ګاډو ته هم اجازه ورکړل شي چې په ټپه ولاړ تجارت یې وده وکړي.

د میرامشا منډۍ یو سوداګر غني محمد وايي، له تېرو څه نا څه درېوو کلونو راهیسې له حکومت سره د تجارت خلاصولو په خبرو اترو بوخت ول او دا نن یې یوڅه پیل شو خو غوښتنه یې وکړه چې له افغانستانه راتلوونکو ګاډو کې دې له ډرېور سره یو کېلنډر (کلینر) هم پرېښودل شي. د ده په خبره د افغانستان ګاډي لوی دي او ډراېور ته یې د بل تن مرسته پکار وي. نوموړي زیاته کړه که له ګاډي سره یو بل تن مل شي نو له دې سره به یې د سیمې لوی شمېر وزګار کسان پر روزګار شي.

غني محمد له مشال رېډیو سره په خبرو کې دا غوښتنه هم وکړه چې د خوست خلک دې تر میرامشا او بنو پورې د ازاد تګ راتګ لپاره پرېښول شي او د دې غاړي ولس دې هلته د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره پرېښودل شي.

له افغانستانه د مال راوړونکي ګاډي ډرېور نورمحمد وايي، وړاندې به یې په سکرو بار ګاډي پر غلام خان خالي کول چې ډېر تکلیف به وو ورته خو اوس تر درپه خېل منډۍ د ورتلو اجازه لري او ډېر خوشاله دی. دی زیاتوي په میرامشا کې بازار ته د ورتلو اجازه وي. دلته ورته د اوبو او حمام سهولت شته.

نور محمد غوښتنه کړي چې د ګاډي اضافي پیه (ټایر) او یو کېلنډر دې ورته ورکړل شي. ځکه په یوازې سره دا دومره لوی ټرک چلول ګران وي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمیشنر شاهد علي خان ویلي چې د شمالي وزیرستان تجارت پراخولو لپاره یې اقدامات پیل کړې دي. د نوموړي په وینا، د مېوو او سبزو ګاډو ته هم اجازه ده چې درپه خېل منډۍ ته راتګ یې ژر عملي شي.

د ملي ډموکراټیک غورځنګ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ له مشال رېډیو سره په خبرو کې ویلي غلام خان بندر به ډېر ژر ۲۴ ساعته د هر ډول سوداګرۍ پرمخ پرانیستل شي.

د نوموړي په خبره، دا پرېکړه د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر په مشرۍ د پاک – افغان ملګرتیا ګروپ په غونډه کې وشوه.

دی وايي دغه ناسته کې د سپیکر اسد قیصر مسوولو چارواکو ته لارښوونه کړې چې غلام خان بندر ته سکېنر او نور هغه ټول اړین توکي ورسوي چې اړتیا یې لیدل کېږي.

محسن داوړ دی وايي، پر غلام خان لویه ستونزه دا ده چې کله په ګاډو کې ګډ مالونه راوړل شي لکه انګور وي، سېب وي یا بل څه نو د کسټم عمله له ګاډو هر څیز راکوزي او بیا د یو یو توکي تلي. بیا پر هر هر توکي چونګۍ (کسټم ډیوټي) لګوي. نو په دې اړه پرېکړه دا شوې ده چې له افغانستان پر راتلونکو مېوو او سبزو کسټم یا محصول ګرسره ختم کړل شي. که ختمېږي نو پر ټولو توکیو به یو ډول نوی کسټم لګېږي.

دا پاک – افغان د ملګرتیا پارلماني ګروپ پر دې موضوع داسې مهال خبرې کوي چې افغانستان ته د طالبانو په راتګ سره د افغانستان ملي شورا غیر فعاله او ډېری غړي یې له دغه هېواده وتلي دي.

XS
SM
MD
LG