د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د عیدک او بوراخېلو ترمنځ د ځمکې پر سر جګړه کې شپږ ژوبل


په شمالي وزیرستان کې د دوو قبیلو ترمنځ د جایداد پر سر په شخړه کې لږ تر لږه شپږ کسان ژوبل شوي چې پکې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

د سیمې چارواکي وايي چې له تېرو څلورو ورځو نه د شمالي وزیرستان په میرلي کې د عیدک او بوراخېلو ترمنځ د سپکو او درنو ډزو تبادله کېږي او دواړه لوري د یو بل پر ضد غرونو ته ختلي دي.

د سیمې عام ولس پر دې جګړه تشویش او خپګان ښکاره کړی او له حکومته یې غوښتي چې د جګړې په ودرولو کې دې خپل رول ولوبوي.

خلک وايي، په جګړه کې ښکېلې خواوې پر یو بل چې کومه ګوله باري کوي، هغه په منځه ګړو ولسي خلکو پرېووځي او دا وېره شته چې هغوی ته هم مرګ ژوبله واړوي.

د سیمې انتظامیه وايي، پولیس قانوني کارروايي پیل کړې او د جګړې د ودرولو هڅه کوي.
د میرلي یو اوسېدونکي مدني فعال ډاکټر زاهد نور د دسمبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته وویل، د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې د ګډېدو باوجود هلته په دومره لوی شمېر کې د درنو او سپکو وسلو ساتل پخپله د حکومت واک او ځواک تر پوښتنې لاندې راولي.

نوموړی وايي، د یادو دواړو قبیلو ترمنځ د جایداد پر سر جګړه له ډېره وخته روانه ده او حکومت له پکار دي چې اوس یې ترمنځ د سولې تېږه کېږدي.

په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر عید رحمان د دسمبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، هغوی د دې جګړې پر مهال د حکومت د خاموشۍ پر ضد لاریون هم ترسره کړی دی.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر شاهد علي خان چې د دواړو قبیلو ترمنځ د شخړې د ودرولو لپاره په جرګه کې ناست و، مشال راډیو ته یې د ډېسېمبر پر ۱۱مه وویل، له تېرو درو ورځو نه د اتمانزو د مشرانو په منځګړیتوب جګړه روانه ده.

نوموړی وايي، دواړو لوریو ته یې ګوتڅنډنه کړې ده چې له سنګرونو څخه دې راووځي او ډزې دې بندې کړي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر عقیق حسین وايي، د حالاتو د کنټرولولو لپاره یې له بنو نه هم اضافي پولیس راغوښتي دي او هغوی امید کوي چې دا مسله به زر هواره شي.

د شمالي وزیرستان د عیدک او بوراخېلو قبیلو ترمنځ شخړه د ۱۰۰ کالو نه زړه ده او وخت په وخت یې په ترڅ کې لسګونه کسان مړه او ژوبل شوي دي. د جګړې د ودرولو لپاره تر دې مهاله ګڼې جرګې هم شوي خو څه نتیجه یې نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG