د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې دوه امنیتي‌ عسکر وژل شوي


په شمالي وزیرستان کې د وسله والو بریدونه او هدفي وژنې پر دې سربېره روانې دي‌ چې د پاکستان حکومت او پوځ په وینا، دوی هلته په عملیاتو کې د وسله والو ملا ماته کړې ده.
په شمالي وزیرستان کې د وسله والو بریدونه او هدفي وژنې پر دې سربېره روانې دي‌ چې د پاکستان حکومت او پوځ په وینا، دوی هلته په عملیاتو کې د وسله والو ملا ماته کړې ده.

د شمالي وزیرستان په ګړیوم کې د سړک پر غاړه ښخ کړل شوي بم چاودنې د پاکستان دوه امنیتي عسکر وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته پخلی وکړ چې ناڅرګنده وسله والو د په ګړیوم تحصیل کې د عسکرو یو موټر په بم الوزولې دی.

د ده په وینا، په دې پېښه کې دوه عسکر وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. دوی وايي‌ چې تر پېښه وروسته یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني‌ رسنیو ته په لېږلي لیک کې د دې برید زمه واري منلې ده.

محمد خراساني زیاته کړې چې پوځ دوې ورځې وړاندې د هنګو په ټل کې په عملیاتو کې د دوي څلور وسله وال وژلي ول او دا ګړیم برید د هغه بدل دی.

په شمالي وزیرستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ پر یو بل بریدونه زیات شوي دي. د دې بریدونو زمه واري زیاتره وخت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخلي.

د اکتوبر پر ۷ نېټه هم د شمالي وزیرستان ګړیوم ته څېرمه تحصیل دوسلي کې وسله والو د ریموټ کنټرول بم په وسیله یو عسکر وژلی او بل یې ټپي کړی وو.

د هغه برید زمه واري‌ هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د اکتوبر پر ۲۱ او ۲۲ نېټه هم په دې قبایلي ضلع کې په درې جدا جدا نښتو کې دوه امنیتي عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو.

د اکتوبر پر ۲۷ نېټه هم په شمالي وزیرستان کې د وسله والو په درې بېلا بېلو بریدونو کې دوه امنیتي عسکر وژل شوي او یو بل ژوبل شوی وو.

په شمالي وزیرستان کې نه یوازې د وسله والو او امنیتي ځواکونو خپلمنځي بریدونه زیات شوي بلکې هلته هدفي وژنې هم په دوامداره توګه روانې دي.

په شمالي وزيرستان کې د سږ کال د نومبر تر اوومې نېټې لږ تر لږه ۵۷ هدفي وژنې شوې دي. پروسږکال دغه شمېره ۴۶ وه.

په تېرو وختونو کې د شمالي وزیرستان پولیس مشرانو مشال راډيو ته ويلي وو چې په هدفي بريدونو کې ککړ کسان به انجام ته رسوي، خو تر اوسه پوليسو په دې تور څوک نه نيولي او نه يې سزا کړي دي.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چی هلته د هدفي وژنو لړۍ له اوږدې مودې راهيسې روانه ده او خلک د ځان ژغورنې په اړه ډېر زيات اندېښمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG