د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک طالبان پاکستان له حکومت سره د ډزبندۍ خبرې رد کړې


پاکستاني طالبانو د وزیر اعظم عمران خان هغه دعوه رد کړې چې ګواکې له حکومت سره د ډزبندۍ لپاره مذاکرات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ترکي تلویزون ټي ار ټي سره په یوه مرکه کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وو چې د پاکستاني طالبانو له ځینو ډلو سره خبرې کوي او دا د مفاهمت یو عمل دی.

عمران خان په دغه مرکه کې ویلي وو، که وسله وال خپلې وسلې کېږدي نو هغوی به ورته بخښنه وکړي.

خو بلخوا د عمران خان له دغو څرګندونو سمدستي وروسته، تحریک طالبان پاکستان په يو بیان کې وويل چې یاده ډله يو موټې ده او په ليکو کې یې هېڅ قسمه تقسيم یا اختلاف نشته.

د یادې ډلې ویاند محمد خراساني رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، د هغوی د مشرتابه لخوا د پاکستاني حکومت سره د مذاکراتو په اړه څه نه دي ورته ویل شوي. نوموړي په دغه بیان کې پر خپلو جنګیالیو هم غږ کړی چې خپلو بریدونو ته دې دوام ورکړي.

خو د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې په خپلو وسله والو غږ کړی چې د اکتوبر له لومړۍ تر ۲۰مې نېټې پورې ډزبندي ده نو پر پاکستاني ځواکونو دې له بریدونو کولو څخه ډډه وکړي.

هلته په شمالي وزیرستان کې ځايي سرچینو د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې د حقاني شبکې یو مخکښ او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د داخله چارو وزیر سراج حقاني د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې او پاکستاني حکومت تر منځ د ډزبندۍ په اړه مذاکرات کړي دي.

XS
SM
MD
LG