د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرامشا نجونو کالج زده کوونکې د هاسټل او بسونو غوښتنه لري


میرامشا کې د نجونو ډیګري کالج
میرامشا کې د نجونو ډیګري کالج

په شمالي وزیرستان کې د نجونو یوازېنی ډیګري کالج زده کونکې او استادانې د هاسټل او بسونو غوښتنه کوي، د دوی په وینا د لیرې سیمو نجونه نه شي کولای چې پر وخت خپلو زده کړو ته ځان ورسوي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د میرامشا ګرلز ډیګري کالج پرنسیپله ناهید خان وزیره وايي، کالج یې په چاوڼۍ کې دی او دغلته زده کوونکې روزانه په تګ راتګ کې ستونزې لري: ((له ۲۰۱۸ زکال نه کالج فعال دی، سټاف موجود دی، د اعلا پایې استادانې او پروفېسران لرو، لوړې زده کړې کېږي، حکومت نه مو غوښتنه کړي چې کم پرجیکټس دي لکه د نجونو د استوګنې هاسټل او د تګ راتګ لپاره د کالج بسونه زر برابر کړي، ولی چې نجونې په تګ راتګ کې ستونزې لري، کالج په چاوڼۍ کې دی، رکشې نه پرېښودل کېږي، د امنیت مسلې دي، که سهولتونه ورته برابر شي، نو زده کونکو ته به اساني وي او د کالج زده کونکو شمېر به یې زیات شي.))

نوموړې وايي چې د سهولتونو د نشتوالي له لاسه لاهم د زده کوونکیو شمېر کم دی، د سیمې له خلکو هم خواست کړي، چې د نجونو په زده کړو زور ورکړي، چې ټولنه پرمختګ وکړي. د نجونو تعلیم یافته کول د پوره کورنۍ تعلیم یافته کول دي او په شمالي وزیرستان کې د نجونو د لوړو زده کړو یوازېنۍ اداره ده، پکار ده چې خپلې نجونې دغلته زده کړو ته ورولېږي.

د یاد کالج د دولسم ټولګي زده کونکې صایمه ګل وايي چې که کالج کې یې هاسټل جوړ شي او بسونه ورکړي نو په تګ راتګ کې به اساني وي او د لیرو پرتو سیمو زده کونکو ته به د استوګنې سهولت ترلاسه شي. د نوموړي په وینا یاد کالج کې ښه زده کړې کوي خو په تګ راتګ کې ستونزې لري.

میرامشاه ګرلز ډګري کالج په ۲۰۱۸ز کال کې دغلته په متبادل ټوچي پبلک های سکول کې جوړ شو، چې اوس خپله لویه وداني لري.

XS
SM
MD
LG