د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر په باړه کې يو پولیس وژل شوی


د جمرود په شاه کڅ کې د وژل شوي پولیس نسيم خان تر جنازې مخکې د هغه مړي ته پوځي سلامي کېږي.
د جمرود په شاه کڅ کې د وژل شوي پولیس نسيم خان تر جنازې مخکې د هغه مړي ته پوځي سلامي کېږي.

د خیبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې د پولیسو پر پوستې په وسلوال برید کې یو سرتېری وژل شوی دی.

د ضلعي پولیسو ویاند ظهیر خان مشال راډيو ته وویل، وسلوالو د مې پر اتمه سهار وختي د باړې پر الحاج پوسته حمله وکړه چې پکې یو سرتېری ووژل شو. دی وايي، پولیسو تر برید وروسته پر وسلوالو ځوابي ډزې وکړې خو هغوی په تېښته کې بریالي شول.

د پولیسو ویاند زیاتوي چې د وژل شوي سرتېري نسیم خان اپرېدي جنازه د مې پر اتمه غرمه مهال د جمرود په شاه کڅ پولیس لاینز کې وشوه چې پکې د پېښور د پولیسو مشر محمد اعجاز خان، د خیبر د پولیسو مشر سلیم عباس کلاچي او پوځي چارواکو ګډون وکړ.

پولیس وايي وسلوالو د جديدې وسلې په استعمال سره له ليرې ډزې کړې. تر اوسه معلومه نه ده چې پر دې څوکۍ برید چا کړی دی او لا یې هم کومې وسلوالې ډلې ذمه واري نه ده منلې.

په خیبر کې له یوې مودې راهیسې پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو وسلوال بریدونه او له وسلوالو سره د امنیتي ځواکونو نښتې زیاتې شوې دي. د اپرېل پر ۲۵مه د خیبر په تیرا کې په نښته کې دوه پوځیان او دوه وسلوال وژل شوي ول. د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل پر ۲۶مه په بیان کې ویلي ول چې په هغه پېښه کې څلور سرتېري ژوبل شوي هم ول.

د جنورۍ پر ۱۹مه د جمرود د تخته بېګ پر پوستې په وسلوال برید کې دوه پولیس وژل شوي ول او د پوستې ودانۍ ته زیان اوښتی وو. تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې وه.

د خیبر ضلعې تر څنګ، د خیبر پښتونخوا په نورو سيمو او ښارونو کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې ناامني زیاته شوې ده چې پکې د ولسي وګړو په ګډون امنیتي ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې ده. د خیبر پښتونخوا ولسي وګړو، سیاستوالانو او فعالانو د دې زیاتېدونکې ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، جرګې او لاریونونه کړي دي.

په همدې حال کې پولیسو او امنیتي ځواکونو هم د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د مې پر څلورمه د شمالي وزیرستان په ګړیوم کې له وسلوالو سره په نښته کې شپږ سرتېري او درې وسلوال وژل شوي ول. ناقانونه تحریک طالبان پاکستان په هغه پېښه کې پوځیانو ته د مرګژوبلې اړولو دعوه کړې وه.

تر دې مخکې پوځ ویلي ول چې د اپرېل پر ۲۷مه شپې مهال د خيبر پښتونخوا په لکي مروت سيمه کې له وسلوالو سره په نښته کې درې سرتېري او اووه مشکوک وسلوال وژل شوي دي. د "تحریک جهاد پاکستان" په نوم یوې لږې پېژندل شوې ډلې پر ټولنيزو رسنيو په لکي مروت کې د برید ذمه واري منلې وه.

د اپرېل پر اوومه په صوابۍ کې پر پولیسو د لاسي بم په برید کې یو سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل شوي ول. تر دې دوه ورځ مخکې د اپرېل پر پینځمه د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د اتو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. پوځ ویلي ول چې په نښته کې یو سرتېری هم وژل شوی او څلور ژوبل شوي ول.

د پاکستان پوځ په تېرو میاشتو کې د عملیاتو پرمهال وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو او د مشکوکو وسلوالو د ګرفتارۍ دعوې کړې دي. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG