د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسي پاڅون نن په کبل کې د بدامنۍ ضد جلسه وکړه


د سوات په کبل کې د بدامنۍ خلاف مظاهره.
د سوات په کبل کې د بدامنۍ خلاف مظاهره.

د سوات په کبل کې د یوشمېر ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه مشرانو او فعالانو د ناامنۍ پر ضد د "ولسي پاڅون" په نوم احتجاجي جلسه وکړه.

جلسه د جمعې له لمانځه وروسته د سوات کبل سیمې په کانجو چوک کې وشوه چې پکې د پښتو قامي مشرانو ګډون وکړ. په دغو مشرانو کې د نورو ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم شامل وو.

دا جلسه په داسې مهال شوې چې په وروستیو کې د سوات په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سیمو کې ناامني زیاته شوې ده.

جلسه چې دوه بجې شروع شوې وه څلور ساعته یې دوام وکړ او په شپږو بجو پای ته ورسېده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور پښتین جلسې ته د وینا پر مهال وویل، په سوات کې شوې وروستۍ چاودنې او د بدامنۍ وروستۍ پېښې د ترهګرۍ او بدامنۍ د لړۍ نوې کړۍ ده. نوموړي وویل، د سوات په کبل کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په تاڼه کې ترسره شوې چاودنې د ترهګرۍ پېښه وه او د پولیسو هغه ادعا ورته د منلو وړ نه ده چې ګینې دا د بجلۍ د شارټ سرکټ له وجې شوې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همدا راز غوښتنه وکړه چې د یادې پېښې ازاده پلټنه دې وشي او حقایق دې رابرڅېره کړل شي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر هم د سوات جلسې ته وینا وکړه. نوموړي تور پورې کړ چې د پاکستان ریاست د هغه په وینا په لوی لاس د پښتنو په سیمو کې بدامني جوړوي. خو بل پلو، د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو تل دا ډول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ او ورانکارۍ خلاف له زړه نه مبارزه کوي.

د کبل جلسې ته د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان د وینا پر مهال وویل، په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د بریدونو پر مهال د هغه په وینا د ۱۲۰ په خواوشا کې د پولیسو سرتیري وژل شوي دي.

له دغو مشرانو سربېره د سوات ځايي قامي مشرانو چې پکې د عوامي نېشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پاکستان پيپلز پارټۍ، جماعت اسلامي او د نورو ګوندونو مشرانو ویناوې وکړې او ویې ویل، په سوات کې هېڅ ډول بدامني او عملیات نه شي زغملی.

د اپرېل پر ۲۴مه د کبل د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې په تاڼه کې په چاودنه کې ۱۸ کسان ووژل او تر ۵۵ زیات ژوبل شول. چارواکي وايي، د بجلۍ تارونو د خرابېدو له کبله د تاڼې د بارودو په ډیپو کې چاودنې وشوې.

له دغو چاودنو وروسته د سوات قامي جرګې او ولسي پاڅون تر چتر لاندې زرګونو کسانو د مظاهرو لړۍ پیل کړې ده. د مې د پنځمې جلسه د اپریل د ۲۴مې له چاودنو وروسته شپږمه هغه ده چې پکې د سوات خلک د امنیت ډ ټینګولو غوښتنه کوي. تر دې مهاله په مټه، کبل، مینګوره، خوازه خېله کې ورته جلسې شوې دي.

دوی له حکومته د بدامنۍ د ختمولو او د سوات د امن د خرابوونکیو پر ضد د اقداماتو غوښتنه کوي. مظاهرچيان غوښتنه کوي چې د چاودنو رڼې پلټنې دې وشي او ولس ته دې هر څه په ډاګه کړل شي. خو بل پلو یوې لږې پېژندل شوې وسله والې ډلې تحریک جهاد پاکستان بیا ادعا کړې وه چې پر تاڼې برید د هغوی کسانو کړی دی.

دا ډله په تېرو خواوشا دوو میاشتو کې ډېره فعاله شوې او د ګڼو بریدونو مسوولیت یې قبول کړی دی. د پاکستان امنیتي او استخباراتي چارواکي او د وسلوالو ډلو د فعالیتونو څارونکي خبریالان د یادې ډلې په اړه کم معلومات په لاس کې لري. تر دې وړاندې به په تېرو کلونو کې په هغه هېواد کې د زیاتره حملو ذمه وارۍ ناقانونه وسلوالو ډلو تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او اسلامي دولت (داعش) منلې.

په سوات کې د ناامنۍ ضد مظاهرې دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00

تر دې وړاندې د اپریل پر ۲۸مه هم د سوات زرګونو خلکو په مټه او منګلور کې د احتجاج پر مهال له حکومته غوښتي ول چې د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي او د سوات د امن د خرابوونکیو پر ضد دې ګامونه واخلي. په هغه موقع د عوامي نېشنل ګوند یو ځايې مشر محمد سليم خان مشال رېډيو ته ویلي وو چې د سيمې خلک د حکومت پر دې خبره باور نه لري چې ګینې په سوات کې د پوليسو پر مرکز شوی بريد د ترهګرۍ پېښه نه وه.

نوموړي ویلي وو، حکومت دې د دې پېښې سمې پلټنې وکړي: "که په تاڼه کې دننه د وسلو په ډیپو کې چاودنې شوي، يا دا د ترهګرۍ بريد وي، حکومت دې په دواړو صورتونو کې د دې تحقیقات وکړي او ولس ته دې هر څه په ډاګه کړي."

تر دې وړاندې د سوات په مظاهرو کې ګډون کوونکیو، کسانو مشال راډیو ته وویل، په احتجاج کې ځکه برخه اخلي چې په سیمه کې د امنیت د ټینګېدو لپاره کار وشي. دوی وايي، که امن نه وي، د هغوی ژوند او کاروبار به هم نه وي، بیا به وسله وال ښارونو ته مخه کوي او حکومت به یې پر ضد عملیات کوي او د سوات اولس به بې کوره کېږي.

خو بل پلو، د خیبر پښتونخوا حکومت او د پاکستان پوځ وايي، د ناامنۍ مخنیوي ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل احمد شریف چودري د اپریل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې خبریالانو ته ویلي وو، د لومړنیو معلوماتو تر مخه، ښايي په سوات کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په مرکز کې شوې چاودنه هلته د موجودو بارودو په وجه شوې وي. د نوموړي په وینا د سوات د پېښې پلټنې روانې دي خو ابتدايي معلومات دا دي چې دا یو درې منزله عمارت وو او چاودنه په اول منزل کې، په هغه خونه کې شوې ده چیرته چې نیول شوې وسله او بارود پراته ول.

میجر جنرل احمد شریف دا هم وویل چې دا وخت په هغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد تر ۷۰ زیات لوی او واړه عملیات روان دي.

د پاکستان پوځ همېش دریځ لري چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې ډيره قرباني ورکړې او د وسلوالو پر ضد بې توپيره کاروايي کوي. د پاکستان پوځ او حکومت د اپرېل پر ۱۴مه د ملي امنيت د کمېټې په غونډه کې ويلي ول چې د وسلوالو پر ضد به هدفي عمليات کوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG