د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باړه کې يو ديني عالم وژل شوی دی


په ۲۰۰۸ کال کې د خيبر په باړه کې پاکستاني پوځ عمليات کړي وو. دا د همهغه وخت تصویر دی.
په ۲۰۰۸ کال کې د خيبر په باړه کې پاکستاني پوځ عمليات کړي وو. دا د همهغه وخت تصویر دی.

د خیبر ضلعې په باړه سیمه کې پر یو دیني عالم، مولانا عبدالعزیز اپریدي ډزې شوې او وژل شوی دی.

د خیبر ضلعي پولیسو د اکتو پر نهمه مشال رېډیو ته وویل چې دغه برید نن سهار وختي په باړه شلوبر کې شوي دی. د پولیسو په وينا چې نامعلومه وسله وال تر حملې وروسته تښتيدلي خو دوی د پېښې پلټنې پیل کړي دي.

بلخوا د مولانا عبدالعزیز اپریدي د کورنۍ یو غړي مشال رېډیو ته د نوم نه خپرولو په شرط وویل چې د اپریدي تعلق له اهل حدیث ډلې سره وو او له چا سره یې هېڅ دښمني نه وه.

مولاناعبدالعزیز د شلوبر د حسارې په سرکاري هایي سکول کې استاد هم وو. د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د سيپتمبر په ۲۱مه هم د خيبر ضلعې د قمبرخېلو يو قومي‌مشر او ليکوال وژل شوی وو. هغه منصف خان افریدی نومېده چې په پېښور کې د امن لپاره جوړې شوې يوجرګې وروسته کور ته پر لاره د وسله والو لخوا وويشتل شو. البته پوليسو ويلي وو چې د دې حملې وجه شخصي دښمني وه.

په دې وروستيوو کې په خيبر پښتونخوا کې هدفي وژنې او بمي چاودنې ډېرې شوې دي. د پاکستان د شخړو او سولې د مطالعاتو غير سرکاري ادارې درې ورځې مخکې په خپل يو راپور کې ويلي وو چې يوازې د سيپتمبر په مياشت کې ۴۲ وسله والې حملې شوې دي. په دوی کې د ګڼو هغو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده خو په پاکستان کې نورې ډلې هم فعاليت لري.

تحريک طالبان پاکستان هغه وسله واله ډله ده چې د پاکستان حکومت ورسره د تېرې مې مياشتې راهیسې د کړو مذاکراتو په ترڅ کې اوربند کړی دی. خو د امنيتي ځواکونو عمليات او وسله والې حملې لا هم نه دې ودرېدلې.

د بې امنۍ زیاتېدو مخنيوي لپاره د خيبر، باجوړ، سوات، دير، مومندو، وزیرستان، پېښور او نورو سیمو خلکو احتجاجونه، جرګې او پرلتونه کړي دي. دوی له حکومته د پرېکنده ګامونه اخیستلو غوښتنه کړې ده. چارواکو ويلي چې د وسله والو پر فعاليتونو یې نظر دی او حالت به بدترېدو ته نه پريږدي.

په شمالي وزيرستان کې ځايي انتظامیې ويلي چې د امن راوستلو يو حل دا دی چې د وسله والو سره د همکارۍ کوونکو خلکو کورونه وران کړل شي. په دې ترڅ کې د سيپتمبر په وروستيوو کې په ميرعلي‌خدري سيمه کې د دريوو هغو کسانو کورونه وران کړل شوي چې د وسله والو لپاره د اسانتياوو برابرولو تور پرې لګول شوی دی.

خو د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ ځينو غړيو دا کار غير قانوني‌بللی او له حکومته یې غوښتنه کړې چې د کورونو ورانولو پر ځای دې د امن راوستلو لپاره د ټولو وسله والو پر ضد يو شان کاروايي‌وکړي.

XS
SM
MD
LG