د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې متاثرین د کورونو رغولو معاوضه او سکولونه غواړي


په خېبر کې د وسله والو خلاف د پوځي عملیاتو پر مهال بیکوره شوي اوسېدونکي، انځور له ارشیفه
په خېبر کې د وسله والو خلاف د پوځي عملیاتو پر مهال بیکوره شوي اوسېدونکي، انځور له ارشیفه

د خیبر ضلعې د باړې اوسېدونکي وايي چې هلته په ځینو سیمو کې د بیا بحالۍ لپاره سروې تر اوسه نه ده شوې چې له امله یې ډېری کورنۍ د ړنګو شویو کورونو او دوکانونو د رغولو معاوضې ته په انتظار دي.

د باړې اوسېدونکو د ډېسېمبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته وویل چې په تېره بدامنۍ کې وران شوي زیاتره سکولونه تر اوسه نه دي تیار او تعمیراتي کار یې له ځنډ سره مخامخ دی.

د باړې جالندهر خان اپریدي مشال راډیو ته وویل چې په تېره بد امنۍ کې د ویجاړو شویو کورونو او دوکانونو رغولو معاوضه ورته تر اوسه نه ده ورکړل شوې.

ده وویل، "د سروې لپاره کسان راشي خو د ځینو کلیو سروې پکې پاته شي."

جالندهر خان اپریدي وویل چې د هغه د ګاډو د انجنو پورته کولو ګودام وو او ورسره د خپل مال ګودام او د کاروبار ویجاړیدو او لوټ کیدو ټول ثبوتونه او ریکارډ شته.

دی وايي چې د خپل تاوان د معاوضې چیک ورکړل شوی خو تر اوسه ورته پیسې نه دي ملاو شوې.

په تیرا او باړه کې په ۲۰۰۸ز کال کې د وسله والو ډلو پرضد پوځي عملیات پیل شوي وو چې په ۲۰۱۶ز کال کې پای ته ورسېدل. وروسته د حکومت له خوا د اجازت او د امنيت تر ډاډ وروسته زیاتره کډوال خپلو سیمو ته ستانه شول.

د سپاه قبیلې مشر ملک ظاهر شاه اپریدي د ډېسېمبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته وویل چې ویجاړ شوي سکولونه هم لا نه دي جوړ نو ځکه ماشومان په خېمو کې ناست دي.

نوموړي وویل، دوی په دې نه دي پوهه چې په نوي ضلعي نظام کې اختیارات له چا سره دي او دا سکولونه به څوک رغوي.؟

ملک ظاهر شاه اپریدي وویل، " دلته په باړه کې د ۲۰۱۷ز نه تر ۲۰۲۲ ز کال تر نیمایي امن ښه وو خو په دې وروستو کې ډير خلک په هدفي وژنو کې ووژل شول. حکومت ته پکار ده چې د امن لپاره ګامونه پورته کړي"

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي چې په سیمه کې امنیت ټينګولو ته ژمن دي او لپاره یې اړین ګامونه اخلي.

له باړې څخه د خیبر پښتونخوا د اسمبلې غړي او د خیبر د پرمختیایی کارونو کمیټۍ مشر محمد شفیق اپریدي مشال راډيو ته وویل چې دوی دا هر څه په پام کې نیولي دي.

نوموړي وویل د باړې په ځينو برخو کې کارونه شوي او چې کومې سیمې پاتې دي، د هغو لپاره یې له واکمنو سره رابطې کړي دي.

محمد شفیق اپریدي وویل" په پخوانۍ فاټا کې د ویجاړو شویو کورونو بیا رغولو لپاره لږ تر لږه ۳۲ اربه روپۍ راغلې وې. زیاتره خلکو ته خپله معاوضه ورکړل شوې ده خو چې کله دا فنډ ختم شو نو د نورو کورونو د بیا رغولو سروې هم بنده شوه. موږ حکومت ته ویلي چې سروې دې جاري وساتي"

نوموړي زیاته کړه چې په باړه کې تر سلو پورې سکولونه تباه شوي وو، چې پکې د خوا وشا ۴۰ سکولونو تعیمراتي کار بشپړ شوی او ژر به د تعلیم محکمې ته وسپارل شي.

نوموړي وویل چې د باقي پاتې سکولونو د جوړولو کار به هم پېل شي.

د سیمې انتظامي او پوځي چارواکي ادعا کوي چې په باړه کې یې امن بحال کړی او په سیمه کې د بیا بحالۍ چارې روانې دي خو ځايي‌ خلک وايي چې هلته هدفي‌ وژنې او د بدامنۍ نورې پېښې پر دې هر څه سربېره روانې دي.

XS
SM
MD
LG