د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا مشران وايي د وسله والو مخنیوی د ولس نه، د حکومت دنده ده


د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۲۸مه په تيرا کې شوې جرګه کې د خېبر د تیراه، قمبرخېلو، ملک دین خېلو، ادم خېلو، شلوبر قمبرخېلو، ذخه خېلو او کمرخېلو مشرانو ګډون کړی وو. 
د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۲۸مه په تيرا کې شوې جرګه کې د خېبر د تیراه، قمبرخېلو، ملک دین خېلو، ادم خېلو، شلوبر قمبرخېلو، ذخه خېلو او کمرخېلو مشرانو ګډون کړی وو. 

د خیبر د تیرا میدان د لرباغ سیمې مشران وايي، دا د حکومت مسوولیت دی چې په سیمه کې امنیت ټینګ کړي او د وسله والو مخه ونیسي.

دوی دا څرګندونې د اکتوبر پر ۲۸مه، په یوه جرګه کې کړې. په جرګه کې سیاسي او قامي مشرانو ویناوې وکړې او ویې ویل، د جرګې موخه دا ده چې حکومت دا احساس ورکړل شي چې په تیرا او باړه کې دې امنیت ټینګ او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د یادې جرګې يو ګډونوال او د خیبر د سیاسي اتحاد یو مشر عبدالواحد اپریدي مشال ریډیو ته وویل: "موږ په دې مقصد دا جرګه وکړه چې حکومت ته دا خبره واضحه کړو چې د وسله والو پر ضد لښکرې نه شو جوړولی، دا د حکومت ذمه واري ده چې د وسله والو د فعالیت مخنیوي وکړي."

نوموړي زیاته کړه چې په دې وروستيو کې وسلوالو پر ولسي وګړو او مشرانو بریدونه زیات کړي او له خلکو قلنګونه غواړي چې له وجې یې په خلکو کې وېره ترهه خوره شوې وه، د کومې د ختمولو لپاره چې دوی دا جرګه جوړه کړې وه.

د جرګې يو بل ګډونوال شاه فیصل هم پرون مشال رېډيو ته وويل چې له حکومته يې غوښتي چې په امنیتي ځواکونو تر بريدونو وروسته دې د لټون په عملیاتو کې د بې ګناه ولسي وګړو نيول بند کړي او لادرکه کسان دې خوشې کړي.

شاه فیصل وړاندې وویل: "ریاست دې له موږ څخه پوښتنه نه کوي، له ریاسته به موږ پوښتنې کوو چې دا وسله وال یو وارې بیا څنګه په دې وتوانېدل چې تیرا او باړې ته داخل شي او دا پوښتنه هم کوو چې د امنیتي ادارو په موجودګۍ کې بدامني ولې یو وارې بیا زیاته شوه؟"

په یاده جرګه کې د خېبر د تیرا، قمبرخېلو، ملک دین خېلو، ادم خېلو، شلوبر قمبرخېلو، ذخه خېلو او کمرخېلو مشرانو ګډون کړی وو.

په خېبر ضلع کې د سېپټېمبر پر څلورمه نېټه هم د امن مارچ په نوم لاریون شوی وو چې پکې زرګونو کسانو ګډون کړی وو.

بلخوا په خیبر ضلع کې موجود امنیتي ځواکونو ويلي دي چې په دې وروستيو کې یې په تیرا کې د وسلوالو پرضد عملیات پيل کړې دي. دوی وايي، د بدامنۍ د ختمولو لپاره چمتو دي او وسله والو ته به هېڅکله دا موقع ورنه کړل شي چې یادې سیمې یو وارې بیا د بدامنۍ ښکار کړي.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا په ګڼو نورو سیمو کې هم ځايي مشرانو د جرګو له لارې پر حکومت واضحه کړې ده چې د وسله والو مخنیوی دې پخپله وکړي، ولسونه دې دې ته نه مجبوروي چې لښکرې جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG