د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باړه کې چاودنې د ایف سي دوه سرتیري وژلي او څلور یې ژوبل کړي دي


په ورستیو کې په خیبر پښتونخوا کې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوي چې پکې د ولسي خلکو ترڅنګ امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوړي ـ انځور له ارشیفه
په ورستیو کې په خیبر پښتونخوا کې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوي چې پکې د ولسي خلکو ترڅنګ امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوړي ـ انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خیبر په باړه کې بمي چاودنې د ایف سي ځواک دوه سرتېري وژلي او څلور یې ټپي کړي دي.

په خیبر کې د ایف سي ځواک یو افسر د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل، چې پېښه د اپرېل پر اتمه ماسپښین شاوخوا ۲ بجې د باړې په ملک دینخېلو کې شوې ده.

هغه وویل، د ملیشه ځواک موټر له باړې جمرود ته د راشن اخیستو لپاره روان وو چې په لار کې ایښودل شوی بم پرې وچاودید.

چارواکي وویل چې په دې کې صوبیدار حضرت ګل او نایک نذیر وژل شوي دي. همداراز بل نایک مقرب خان، سپاهي نیاز، سپاهي واجد او سپاهي حارث ژوبل شوي دي.

امنیتي ځواکونه وایي، په سیمه کې یې د لټون عملیات او پلټنې پېل کړې دي.

د پیښې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې. خو تر دې وړاندې د ورته پېښو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG