د لاسرسي ځای

تازه خبر

په صوابۍ کې د لاسي بم برید یو پولیس وژلی او دوه یې ژوبل کړي


په لکي مروت کې پولیس او نورو امنیتي ادارو کارکوونکي د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې پر تاڼه په برید کې د وژل شویو سرتېرو جنازې مراسمو پر مهال.
په لکي مروت کې پولیس او نورو امنیتي ادارو کارکوونکي د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې پر تاڼه په برید کې د وژل شویو سرتېرو جنازې مراسمو پر مهال.

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې پر پولیسو د برید په نتیجه کې یو پولیس چارواکی وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو د اپرېل پر اوومه پر ټویټر لیکلي چې پر پولیسو د لاسي بم په حمله کې اې اېس ای ساحرخان وژل شوی او دوه پولیس سرتیري ټپي شوي دي.

د دوی په وینا، دا برید د ضلعې په یارحسین کې هغه وخت شوی چې پولیس په سیمه کې د ګزمې پر مهال کړې ده.

د وژل شوي پولیس چارواکي جنازه د اپرېل پر اوومه ماښام د صوابۍ په پولیس لاینز کې وشوه، چې پکې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان ګډون وکړ.

د پېښې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

په خیبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې پر پولیسو حملې زیاتې شوې دي چې پکې ګڼو پولیس چارواکو او سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يو شمېر دا ډول بريدونو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG