د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر جرګې پر حکومت غږ کړی چې د پوځي عملياتو لپاره دې د تیرا خلک نه بې کوره کوي


د تیرا په يو کلي کې امنيتي ځواکونه پر قچرو سپاره ګرځي (انځور له ارشيفه)
د تیرا په يو کلي کې امنيتي ځواکونه پر قچرو سپاره ګرځي (انځور له ارشيفه)

د خيبر ضلعې قومي مشرانو او سیاستوالو تر یوې جرګې وروسته پر حکومت غږ کړی چې ولسي وګړي دې نه بې کوره کوي او په تيرا کې دې د امنيت ټينګولو لپاره پر نورو لارو غور وکړي.

د سپتمبر په يوولسمه، د پېښور په حيات اباد کې دا جرګه د قامي مشر او د قانوني چارو پوه لطیف اپریدي په مشرۍ تر سره شوه. نوموړي له جرګې وروسته مشال رېډيو سره په خبرو کې وویل چې امنیت ساتل د حکومت ذمه واري ده او دا ذمه واري دې خلکو ته د تکلیف ورکولو بغیر ترسره کړي.

نوموړي وویل، "د سرچ اپرېشن (د لټون عملیات) په نامه بیا غلط کارونه وشي. له کورونو غلاګانې وشي، بې ګناه خلک ونیول شي، عام کسان پکې وځورول شي او بې عزتۍ یې وشي. نو په سرچ اپرېشنونو خلک قطعاً نه دي خوشحاله. موږ حکومت ته وایو چې دا طالبان یوې خوا ته کړئ او که یوې خوا ته یې نه کړئ نو چې د امن دا کومه سلسله جوړه شوې ده، دا بیا خرابېږي."

لطیف اپریدي زیاته کړه چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره د روغې جوړې خبرو لا هم څه نتیجه نه ده ورکړې خو طالبانو خپلو سیمو ته ستنېدل پیل کړي، پکار ده چې حکومت یې مخنیوی وکړي.

د خیبر پښتونخوا حکومت او امنیتي ادارو لا د لټون عملیاتو رسمي اعلان نه دی کړی.

د پاکستان حکومت په تېره مې مياشت کې د تحريک طالبان پاکستان سره د نامعلوم وخت لپاره اوربند وکړ. که څه هم چارواکي وايي چې په دې اړه هېڅ حتمي او رسمي جوړجاړی نه دی شوی خو سرچينو مشال راډيو ته ويلي چې د طالب بندیانو خوشې کول او د فعاليت د نه کولو په شرط، قبايلي سيمو ته د تحريک طالبان د غړيو د ورستنولو په اړه ځينې خبرې دواړو خواوو منلې دي.

دا جرګه تر هغې وروسته رابلل شوې چې د سپتمبر په اتمه، د تېرا د درې نغري او سنډاپال سيمو اوسېدونکو مشال راډيو ته وويل چې امنیتي ځواکونو دوی ته امر کړی چې کورونه دې خالي کړي ځکه چې هلته د مشکوکو وسله والو پر ضد د لټون عمليات کول غواړي.

په تېرو لسو کلونو کې دوی څه کول چې اوس عمليات کوي او موږ بې کوره کول غواړي؟
حضرت ګل

د خیبر جرګې یو ګډونوال او په خیبر ضلع کې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو د اتحاد ځايي مشر شاه فېصل د سپتمبر په ۱۱مه مشال رېډیو سره خبرو کې ومنله چې په تیرا کې د بدامنۍ پېښې شوې دي خو پوځ بايد په خپلو کاروایانو کې عام ولس ونه ځوروي. هغه زیاته کړه، "وسله والو ډلو پر امنيتي ځواکونو بریدونه کړي دي. موږ د دې مذمت کړی ځکه چې پر پوځ او پولیس بریدونه نه دي پکار. خو بیا که پوځي عملیات کېږي او یا هم خلکو ته د کورونو پرېښودلو امر کېږي نو دا خبره هم قابل مذمت ده او موږ له حکومته دا مطالبه کوو چې عام ولس ته دې تکلیف نه ورکوي بلکې دوی ته دې ډاډ او تحفظ ورکړي."

ځایي اوسېدونکو مشال راډيو ته ويلي چې له خواوشا څلورو مياشتو راهيسې په سيمه کې د تحريک طالبان پاکستان وسله وال فعال شوي دي او خلکو ته د پېسو لپاره زنګونه وهي. خلک د وسله والو د فعالیتونو زیاتېدو اندېښمن کړي خو بې کوره کېدو ته تيار نه دي.

د تیرا سنډا پال اوسېدونکي حضرت ګل مشال راډيو ته وويل چې تازه خپلو کليو ته د بې کورۍ له ژونده ورستانه شوي دي نو ځکه نه غواړي چې بیا خپلې سیمې پريږدي. "لس کاله موږ په کېمپونو او پردیو کورونو کې د کډوالۍ ژوند تیر کړ اوس مو شپږ میاشتې هم نه پوره کېږي چې خپلو سیمو ته ستانه شوي یو. خو دوی بیا راته وايي چې موږ اپرېشن کوو او تاسو به کورونه پرېږدئ. موږ خو لا د تېرو لسو کلونو له مشکلاتو نه یو راوتلي. حکومت راته د کورونو بیا رغولو معاوضې نه دي راکړي او د دې لپاره مو له خلکو قرضونه اخیستي دي. خو دوی مو د اپرېشن په نامه بیا له خپلو سیمو شړي."

په تیرا او باړه کې په ۲۰۰۸ز کال کې د وسله والو ډلو پرضد پوځي عملیات پیل شوي وو چې په ۲۰۱۶ز کال کې پای ته ورسېدل. وروسته د حکومت له خوا د اجازت او د امنيت تر ډاډ ورکولو وروسته زیاتره کډوال خپلو سیمو ته ستانه شول.

له مشال راډيو سره په خبرو کې، حضرت ګل پوښتنه وکړه چې په تېرو لسو کلونو کې ولې امنيتي ځواکونو او حکومت د وسله والو د مخنيوي لپاره بشپړ کار ونه کړ چې اوس بیا عمليات کول غواړي. خو د تیرا په قمبرخېلو کې د ځايي یونین کونسل منتخب شوي چیرمېن عبدالمتین د سپتمبر په ۱۱مه مشال رېډیو ته وویل چې په یادو سیمو کې له ۳۰۰ تر ۳۵۰ پورې کورنۍ د حکومت لخوا د واپسۍ له اعلان بغیر خپلو سیمو ته ستنې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې امنيتي ځواکونه له وسله والو څخه د دې سیمو د بشپړ پاکوالي لپاره د لټون عمليات کول غواړي."امنیتي ادارو موږ ته ویلي چې دې خلکو ته موږ د واپسۍ اجازت نه وو ورکړی. د تیرا د نورو سیمو خلکو اندراج مو کړی وو او په باقاعده توګه د واپسۍ اجازت مو هم ورکړی وو. خو د باغ حرم، درې نغري او سنډا پال خلک بغیر له اجازته خپلو کورونو ته ستانه شوي. اوس به موږ دلته له ۱۰ تر ۱۵ ورځو پورې د لټون عملیات کوو او وروسته به دا خلک په اندراج خپلو کورونو ته واپس کوو."

نوموړي دا ونه ويل چې که خلکو ته د کورونو د خالي‌کولو ويل کيږي نو هغوی به چيرته ځي او حکومت به یې په کوم ځای کې مېشته کوي؟ البته د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې له تيرا سيمې د واکمن صوبايي ګوند، تحريک انصاف غړي محمد شفیق مشال راډيو ته وويل چې دوی کوښښ کوي چې خلکو ته ډير تکليف ونه رسيږي.

هغه د سپتمبر په يوولسمه مشال راډيو ته وويل چې په وړه کچه عمليات کيږي نو ځکه دا د ټولې تیرا د خلکو لپاره د تشویش خبره نه ده. "له وسله والو د بېلا بېلو سیمو پاکولو وروسته حکومت وخت په وخت دغو سیمو ته خلک ستانه کړي او په مرحله واره توګه د واپسۍ عمل لا هم روان دی. کوم خلک چې په حکومتي اجازت ستانه شوي نو د هغوی د بیا کډوالۍ امکان نشته. بل دا چې موږ نه یوازې بې کوره شویو خلکو ته د مرستورسولو هڅې کوو بلکې د پوځ د ځايي مشرانو سره هم په رابطه کې یو چې زموږ خلک ونه ځورېږي، یا بې ځایه ګرفتاري ونه شي."

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

اړوند

XS
SM
MD
LG