د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر سياسي اتحاد د وسله والو د فعالیتونو د مخنیوي غوښتنه کړې


د سېپټېمبر پر څلورمه لاریون او جلسې ته سلګونه کسان ورغلي ول.
د سېپټېمبر پر څلورمه لاریون او جلسې ته سلګونه کسان ورغلي ول.

د خیبر سیاسي اتحاد له حکومته غوښتنه کړې ده چې په هغه ضلع کې دې وسله وال بیا منظمېدو ته نه پرېږدي.

دا غوښتنه د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د اتحاد مشرانو او پلویانو د سېپټېمبر پر څلورمه په باړه کې په جلسه کې کړې چې پکې سلګونه کسانو ګډون وکړ.

یوه سیمه ییز خبریال ساجد علي کوکيخېل مشال راډیو ته وویل، د سیاسي اتحاد مشران، غړي او پلویان لومړی د باړې له ډوګر روغتونه تر بازاره د امن مارچ په نوم لاریون وکړ او بیا یې هلته جلسه وکړه.

د سیاسي اتحاد مشرانو او پلویانو د لاریون پر مهال په لاسونو کې د امن سپین بیرغونه نیولي ول.

د امنیت لپاره جلسه پر داسې مهال شوې چې د سېپټېمبر پر څلورمه د باړې په قمبرخېلو کې د سړک غاړې چاودنه وشوه. کوکيخېل وايي، په پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ذمه واري یې هم چا نه ده منلې.

د خیبر سیاسي اتحاد د امن لپاره د لاریون او جلسې اعلان د اګست پر ۲۵مه کړی وو. د اتحاد په خبره، په باړه کې په وروستیو میاشتو کې یوشمېر بریدونه شوي دي او د هغې سیمې په یوه برخه کې د ناامنۍ له وجې ورته د بې کوره شویو د ستنېدو بهیر هم درېدلی دی.

کوکیخېل وايي، یوشمېر مشرانو جلسې ته په ویناګانو کې د وسله والو د "فعالیتونو بیا پیلېدو" ادعا تکرار کړه او د مخنیوي غوښتنه یې وکړه.

د سیاسي اتحاد مشرانو او پلویانو د لاریون پر مهال په لاسونو کې د امن سپین بیرغونه نیولي ول - د سېپټېمبر څلورمې انځور.
د سیاسي اتحاد مشرانو او پلویانو د لاریون پر مهال په لاسونو کې د امن سپین بیرغونه نیولي ول - د سېپټېمبر څلورمې انځور.

دی وايي، لاریونوالو په پرېکړه لیکونو کې پر حکومت غږ وکړ چې وسله وال دې نه پرېږدې چې خیبر ضلع د ترهګرۍ لپاره د "لېبارټرۍ" په توګه وکاروي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د غونډې د ګډونوالو د څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو د خیبر ضلعې پولیس وايي، د امنیت ټینګښت ته ژمن دي.

د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د اګست پر ۲۵مه مشال راډیو ته ویلي ول چې په ضلع کې شاوخوا ټول پولیس سرتېري روزل شوي چې د هر ډول ناوړه حالت مقابلې ته تیار دي. "اوس د خیبر زیاتره پولیسو خپل تربیت مکمل کړی دی، سامانونه او وسلې ورکړل شوي دي او د هر ډول حالاتو مقابلې لپاره چمتو دي. دوی د سیمې امن برقرار ساتلی او تر دا دمه پکې حالات دومره نه دي خراب. مخکې به هم کوښښ کوو چې امن ټينګ وساتل شي."

دا په داسې حال کې ده چې په جولای او اګست کې په اورکزیو، مومندو، باجوړ، شمالي او جنوبي وزیرستان، کوز دير، سوات او پېښور کې د امن لپاره جرګې، مظاهرې، پرلتونه او لاريونونه شوي دي. په هغو غونډو کې خلکو له تېرو شاوخوا درو مياشتو راهیسې د وسله والو د بيا فعاليدو په اړه اندېښنې ښوولې دي.

خو د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د ټولې صوبې امنیت ته ژمن دی. د اعلاوزیر سلاکار محمد علي سیف د اګست پر ۱۷مه مشال راډيو ته ويلي ول چې امنيتي ځواکونه بیداره دي او د بې امنۍ د مخنيوي لپاره بشپړ تیاری لري.

تر دې څه د پاسه یوه اوونۍ مخکې هم سیف مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت هېچا ته د عملدارۍ د چیلېنجولو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG