د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمیعت علمای اسلام (ف) په باړه کې د امن لاریون وکړ


په لاریون کې یو شمیر سیاسي او مدني فعالانو او په سلګونو ولسي وګړو ګډون وکړو. 
په لاریون کې یو شمیر سیاسي او مدني فعالانو او په سلګونو ولسي وګړو ګډون وکړو. 

د خیبر په باړه بازار کې د فبرورۍ په ۱۷مه د جمعیت علما اسلام (ف) ګوند له خوا د امن مارچ په نوم لاریون شوی.

په دغه لاریون کې یو شمیر سیاسي او مدني فعالانو او په سلګونو ولسي وګړو ګډون وکړو.

له لاریون نه وروسته جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال سیاسي مشرانو او فعالانو ویلي چې په سیمه کې روانې بدامنۍ اندیښمن کړي. دوی په ریاستي ادارو خلکو ته د تحفظ ورکولو غږ کړی دی.

دغه لاریون او جلسه په داس حال کې ترسره شوي چې څو ورځې وړاندې په تیرا کې وسله وال لیدل شوي او ولسي وګړي وایی پکار ده د دوي پرضد کارروایی وشي.

خو بلخوا د خيبر ضلعې امنیتي، حکومتي او پولیس چارواکي وايي ویلي په تیرا او خوا وشا سیمو کې یی د وسلوالو پر ضد د لټون عملیات پيل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG