د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې شلوبر خلک وايي، پوځ دې له ناکې غره پوستې ليرې کړي


پخوانی انځور
پخوانی انځور

د خيبر ضلعې د باړې شلوبر قبيلي مشرانو له امنيتي ځواکونو غوښتي چې د تیرا درې په شلوبر سیمه کې د ناکې غر دې خالي کړي.

پرون (د فبرورۍ پر ۱۰ مه) په باړه پريس کلب کې خبري غونډې ته په وينا کې د شلوبر قبيلې مشر حاجي سهېب خان اپرېدي وويل چې تر څو امنيتي ځواکونو پر ياد غره خپله قبضه نه وي ختمه کړي، تر هغې به مذاکراتو ته نه کېني. نوموړی وايي، دا غوښتنه ځکه کوي چې په ناکي غره باندې د امنیتي ځواکونو د موجودګۍ له وجې لاندې په کلي کې د هغوی د کورونو بې ستري کېږي.

هغه وايي: "موږ پخوا هم په خپلو منځو کې پرېکړه کړې وه او ویلي مو وو چې پر دې غره باندې به هېچا ته د ابادۍ کولو اجازه نه ورکوو. اوس هم که په دې ځای کې څوک کېمپ جوړوي يا نوره ابادي کوي نو موږ يې نه منو."

هغه وړاندې وویل، دوی دا اعتراض ځکه کوي چې د ناکي غر یو ټیټ غر دی او نږدې کلی یې په لمن کې پروت دی او له بره ځای نه لاندې کورونه ښکاري. د نوموړي په وینا په همدې غره کې د ډبرو سکرو یا کویلې کانونه هم دي او د کلي خلک چې کله په یاد غره کې کیندنې هم پیلوي نو د غره لمنه کې به یې پیلوي.

د تیرا د شلوبر قام یو بل مشر کپتان اپریدي مشال راډیو ته وویل، هغوی په دې اړه له امنیتي ځواکونو سره خبرې شروع کړې دي خو د هغه په وینا لومړی پکار دي چې امنیتي ځواکونه د ناکي غره قبضه پرېږدي. کپتان اپریدي وړاندې وویل: "له طالبانو سره هم وسله ده او پوځیانو سره هم ده نو موږ خو دا باور لرو چې زموږ پوځ به وسله وال دې سیمې ته راتلو ته نه پرېږدي. حکومت په ډیورنډ لاین باړ لګولی نو بیا دا پوښتنه را ولاړېږي چې وسله وال څنګه او په کومه لاره تیرا ته داخل شول؟"

تر دې دمه امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي خو یو انتظامي چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط د فبرورۍ په ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، هغوی هڅه کوي د یوې جرګې له لارې د شلوبر قام او پوځ ترمنځ دا مسله هواره کړي. نوموړي وویل، تر دې درې میاشتې وړاندې د امنیتي ځواکونو او بوټان شریف د خلکو ترمنځ هم ورته مسله راغلې وه چې بیا د خبرو اترو او د جرګې له لارې هواره شوې وه.

د تیرا د شلوبر سیمې ناکۍ غره ته امنیتي ځواکونه په داسې حال کې ورختلي چې هلته څو ورځې وړاندې ځينې مشکوک وسلوال لیدل شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د سوات د کبل تحصيل د توتانو بانډې اوسېدونکو هم د فبرورۍ پر درېيمه د یوې مظاهرې په ترڅ کې له امنيتي ادارو غوښتنه وکړه چې د هغوی ځمکه دې ورته واپس کړي. د هغوی په خبره له ۱۵ کالو راهيسې د سیمې د امنيت د ټینګولو لپاره پوځ او امنیتي ادارو د هغوی ۱۵۰ کناله ځمکه نیولې.

XS
SM
MD
LG