د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې ۲ پاکستاني پوځيان او ۲ وسله وال وژل شوي دي


تيرا ته روان پاکستاني پوځيان - انځور له ارشيفه
تيرا ته روان پاکستاني پوځيان - انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ وايي د خيبر په تيرا سيمه کې په نښته کې ۲ سرتيري او ۲ وسله وال ووژل شول.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای ايس پي ار) د اپرېل پر ۲۶مه په خپاره کړي بيان کې ادعا کړې چې تر دې يوه ورځ مخکې په شوې نښته کې د ۲ پوځيانو د وژل کېدو تر څنګ ۲ وسله وال هم وژل شوي. په خبرپاڼې کې د ۴ پوځيانو د زخمي کېدو ادعا هم شوې ده.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د پوځ د دغې ادعا په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی. پوځ هم نه دي ويلي چې په تيرا کې یې نښته کې د کومې وسله والې ډلې سره کړې او وژل شوي کسان د کومې وسله والې ډلې غړي وو.

په خيبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پېښې له هغه وروسته زياتې شوې چې د ۲۰۲۲ز کال په نومبر مياشت کې ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان له حکومت سره اوربند پای ته ورساوه. د اپرېل پر ۲۵مه د پاکستاني پوځ ویاند میجر جنرل احمد شریف چودري په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته ويلي وو چې په روان ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې د ترهګرۍ ۴۳۶ پېښې شوې چې ۲۹۳ کسان پکې وژل شوي او ۵۲۱ ژوبل شوي دي.

د نوموړي په وينا، روان کال د ترهګرو پر ضد ۸،۲۶۹ واړه او لوی عمليات شوي چې ۱،۳۷۸ مشکوک وسله وال پکې نيول شوي او ۱۵۷ وژل شوي دي. نوموړي زياته کړه، پر دې مهال له وسلوالو سره په نښتو او د هغوی په بريدونو کې ۱۳۷ پوځيان وژل شوي او ۱۱۷ ژوبل شوي دي. د چودري په وينا، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې د مشکوکو وسلوالو پرضد هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

د تيرا د سياسي اتحاد غړو او سوداګرو د اپرېل پر ۱۱مه مشال راډيو ته ويلي وو چې د دوی په کليو کې يو ځل بیا وسله وال ليدل کيږي. د دوی په خبره، د اوږدې مودې تر ناامنۍ او کډوالۍ وروسته يې په سيمه کې امن بحال شوی او په هېڅ صورت نه غواړي چې سيمه يې يو ځل بيا ناامنه شي.

په دې اړه د تیرا د سوداګرو اتحاديې مشر شېر محمد اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې ګڼ وسله وال د درنو او سپکو وسلو سره بازارونو کې ليدل شوي چې خلک یې ويرولي دي. "په ټولو ځايونو کې د امنیتي ځواکونو او پولیسو چېک پوسټونو دي، خو هغوی (وسلوال) ورباندې راتېر شول او د بازار زخه خیلو نه د دوه توی پر لار تیرا باغ میدان ته راورسېدل."

پر ټولنيزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې په سپکو او درنو وسلو سمبال لسګونه وسله وال په تیرا باغ بازار کې پلې ګزمه کوي او ځينې بیا په ګاډو کې ګرځي. د توحيد الاسلام په نوم د خیبر زخه خېلو امن تنظیم يو مشر د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته ویلي چې دغه وسلوال د هغوی د تنظيم غړي ول او تيرا ميدان ته د چا خلاف نه ول تللي بلکې د هغه په وينا، هلته يوازې د جرګو مرکو لپاره ورغلي ول.

د خیبر ضلعې پولیسو یوازې دومره تصدیق کړی چې وسله لرونکي کسان د "امن تنظيم غړي" ول، خو د هغوی د ګزمې کولو په اړه يې څه نه دي ويلي.

د پاکستان حکومت په خيبر پښتونخوا کې د تېرو کلونو د ناامنيو پر مهال د امن لښکر او امن کمېټيانو په نوم د ولسي وګړو ډلې جوړې کړې وې او هغوی ته یې د وسلو اجازه هم ورکړې وه چې دا ډول د حکومت په ملاتړ کې د وسلوالو خلاف وجنګېږي. خو دا څرګنده نه ده چې ایا توحیدالاسلام د حکومت ملاتړې ډله ده او که څنګه.البته د تیرا میدان خلکو ویلي چې هغوی د هر وسلوال تنظیم مخالف دي او زیاتوي چې په خیبر پښتنوخوا د قبایلي سیمو تر ورګډېدو وروسته اوس دا د رياست ذمه واري ده چې امن بحال وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر اوومه نېټه د پاکستان ملي امنيت کمېټۍ پرېکړه کړې وه چې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ختمولو لپاره "کوټلي پوځي عمليات" کوي. د اپرېل پر نهمه د پاکستان وفاقي کابینې هم هغه پرېکړه تاييد کړه.

دا موضوع په رسمي توګه په پارلېمان کې د بحث لپاره نه ده وړاندې شوې، خو يوشمېر سياسي ګوندونو چې زياتره يې د پښتنو دي، د پوځي عملياتو مخالفت کړی دی. دوی دريځ لري چې په پاکستان کې ترهګري يوازې هغه وخت ختميدلی شي چې امنيتي ځواکونه په وسله والو کې د ښه او بد غوره کولو پر ځای د ټولو پر ضد يو شان عمليات وکړي. د پاکستان پوځ ادعا کوی چې دوی د وسله والو ترمنځ ښه او بد نه ګوري.

XS
SM
MD
LG