د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې ۶ پوځيان وژل شوي دي


د پاکستان پوځ وايي نښته په ګړيوم کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال شوې ده - پخوانی انځور
د پاکستان پوځ وايي نښته په ګړيوم کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال شوې ده - پخوانی انځور

د پاکستان پوځ وايي له وسلوالو سره يې په نښته کې شپږ سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې په يو خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د شمالي وزيرستان په ګړيوم سيمه کې يې د مې پر څلورمه د نښتې پر مهال درې وسلوال هم وژلي او دوه يې ژوبل کړي دي.

خبرپاڼه زياتوي امنيتي سرتېرو د وسلوالو پرضد عمليات کول چې پر مهال یې نښته وشوه.

بل خوا ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشال راډيو ته په استولي بيان کې ادعا کړې چې هغوی لومړی د ځمکلاندې بم له لارې د پوځيانو ګاډی په نښه کړ چې پکې څلور سرتېري ووژل شول او بیا یې پر پاتې پوځیانو ډزې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې مودې راهيسې وسلوالو د شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې بريدونه زيات کړي دي.

بل خوا ځايي ولس، سیاسي ګوندونو او جرګو د ناامنۍ پرضد په وار وار احتجاجونه کړي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې هلته امن پر ځای کړي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، روان کال د وسلوالو پر ضد ۸،۲۶۹ واړه او لوی عمليات شوي چې "۱،۳۷۸ مشکوک ترهګر پکې ونيول شول او ۱۵۷ ووژل شول".

چودري ویلي ول چې د عملیاتو پر مهال له وسلوالو سره په نښتو او د هغوی په بريدونو کې ۱۳۷ پوځيان ووژل شول او ۱۱۷ ژوبل شول.

هغه زیاته کړې وه، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG